کالې کې د کډوالو کمپ له تخلیې وړاندې. انځور مهدي/ مهاجر نیوز
کالې کې د کډوالو کمپ له تخلیې وړاندې. انځور مهدي/ مهاجر نیوز

په فرانسه کې ګڼ شمیر داسې انجمنونه او ادارې شته چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د خوراکي موادو، جامو، د پناه غوښتنې اداري پروسو، سرپناه، معلوماتو ورکولو او نورو برخو کې مرسته کوي.

مهاجرنیوز د یو شمیر دغو انجمونونو لست برابر کړی چې په ټولنه کې د کډوالو د ادغام په برخه کې مرسته کوي. 

پاریس کې د روغتیا ساتنې، خوراک، جامي او اداري پروسو د مرستو انجمنونه:

·       BAAM ( د کډوالو د هرکلي او مرستې دفتر)

دغه انجمن د ټولنیزو خدمتونو یوه څانګه جوړه کړې چې له کډوالو سره د حقوقي او اداري پروسو په برخه کې مرسته وکړي.

ادرس: پاریس - 8 rue Duchefdelaville, 75013 Paris

یوازې د ملاقات اخیستلو له لارې

اړیکه و نیسئ: baam.legal@gmail.com او یا baam.sejour@gmail.com

د پناه غوښتونکو لپاره : چهارشنبه او جمعه له مازیګر ۵ نه تر شپې ۸ پورې.

د بې اسناده کسانو لپاره: یکشنبه له ۴ بجو نه تر ماښام ۶ بجو پورې.

·       La Cimade

د کډوالو د حقونو په اړه خدمات وړاندې کوي. همدارنګه یاده اداره د فرانسې په اداري توقیف ( CRA ) کې له بهرنیانو سره حقوقي مرستې کوي.

پاریس کې د سیماد دفترونه:

La Cimade Batignolles: د ټیلفون له لارې ملاقات اخیستل کیږي

01 40 08 05 34

دوشنبه له ۲:۳۰ بجو نه تر ۵:۳۰ بجو پورې

La Cimade Luxembourg : د ټیلفون له لارې ملاقات اخیستل کیږي

09 70 46 00 86 یا 01 42 22 75 77

سه شنبې نه تر پنجشنبې پورې سهار ۱۰ نه تر ۳ بجو.

La Cimade Belleville : د ټیلفون له لارې ملاقات اخیستل کیږي

01 42 45 65 07

دوشنبه ۹:۳۰ نه تر شپې ۱۲:۳۰ پورې

سه شنبه له غرمې ۱ بجو نه تر ماښام ۷:۳۰ پورې

·       CEDRE ( کاتولیک مرسته)

دغه انجمن تاسو سره د پناه غوښتنې په اداري کارونو کې مرسته کوي.

ادرس: 23 boulevard de Commanderie, 75019 Paris 

ستاسو د حقونو په اړه فردي معلومات: دوشنبه ، سه شنبه او پنجشنبه له سهار ۹ بجو نه تر ۱۱:۳۰ پورې.

د پناه اخیستلو د ابتدايي مراحلو په اړه معلومات : دوشنبه سهار ۹:۳۰ بجې

د دوبلین پروسې په اړه معلومات: سه شنبه او پنجشنبه سهار ۹:۳۰ بجې

نور ولولئ: پاریس: د کم عمره کډوالو د استوګنې لومړنی مرکز پرانیستل شو

·       Dom’asile

دا اداره د بې کوره کسانو لپاره رسمي آدرس او د پناه غوښتنې په برخو کې وړیا مرستې کوي.

·       Le Gisti (د کډوالو لپاره د معلوماتو او مرستې ډله )

د بهرنیو اتباعو لپاره په حقوقي برخو کې لکه ویزه، د اقامات حق، پناه غوښتنې، تابعیت، اخراج، ټولنیز حقوقو... کې مرسته کوي.

د دغه دفتر خدمتونه یوازې د ټیلفون له لارې ممکن دی.

ټیلفون شمیره: 0184609026

دوشنبه نه تر جمعې پورې له مازیګر ۳ نه تر ماښام ۶ پورې او چهار شنبې نه تر جمعې پورې له سهار ۱۰ بجو نه تر غرمې ۱۲ بجو پورې.

همدارنګه کولای شئ لاندې آدرس ته د یولیک په استولو سره هم د مشورې غوښتنه وکړئ:

 3 villa Marcès, 75011 Paris

·       La Halte humanitaire

دا دهغه مرکز دی چې د پاریس ښاروالی لخوا پرانیستل شوی. د ورځې لخوا د کډوالو هرکلی کوي او دروازې يي د ټولو پرمخ پرانیستې دي. که اسناد و لرئ او که نه. دا دفتر حقوقي او رواني برخو کې مرسته کوي او د حمام امکانات هم لري.

ادرس: 2 rue Perrault 75001 Paris

هره ورځ سهار ۹ بجو نه تر ماښام ۶ پورې.

·       د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF)

د بې پولې ډاکټرانو اداره له کډوالو سره د خوراکي موادو، روغتیايي او رواني برخو کې مرسته کوي.

د دغې ادارې ګرځنده کلنیک د پاریس په شمالي برخه کې کار کوي.یاده اداره ګرځنده روغتیايي فعالیتونه هم ترسره کوي.

·       نړۍ ډاکټران (MdM)

د نړۍ ډاکټرانو اداره له هغو خلکو ملاتړ کوي چې روغتیايي خدماتو ته په سمه توګه لاسرۍ و نه لري. د هغوې درملنه کوي او لارښوونه ورته کوي. د Casos ( د هرکلي مرکز، روغتیا او مشورې دفتر) له ملاقات اخیستلو پرته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د MdM دفتر همدارنګه له روانشناسانو سره ملاقات جوړي.

دغه غیر دولتي اداره همدارنګه له کډوالو سره د هغوي په حقوقي مسایلو، د معلومات په برخه کې او اداري کارونو کې مرسته کوي.

·       Le Comede

Le Comede اداره کډوالو سره چې د د درملنې اړتیا ولري په روغتیايي برخو کې مرسته کوي.

دغه انجمن له دوشنبې نه تر جمعې پورې له سهار ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې او له دوشنبې نه تر جمعې پورې د ټیلفون له لارې حقوقي- اجتماعي خدمتونه وړاندې کوي : 0145216312

روغتیايي برخه کې هم د ټیلفون له لارې له دوشنبې نه ترجمعې د غرمې له ۲:۳۰ نه تر مازیګر ۵:۳۰ پورې او سه شنبه له ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې مرسته کوي: 0145216312

یاده اداره د رواني ناروغیو په برخه کې د ټیلفوه له لارې هره پنجشنبه له ۲:۳۰ نه تر ۵:۳۰ پورې مرسته کوي: 0145213931

·       La Permanence pour les exilées (ADDE, ATMF, Dom’asile, ELENA, GISTI, La Cimade )

دغه دفترونه تاسو سره د پناه غوښتنې اداري پروسه ( ترک خاک، محکمه، دوبلین ... ) کې مرسته کوي.

ژبې: فرانسوي، انګلیسي، پښتو، دري، عربي.

آدرس: 10 rue Affre, 75018 Paris.

دوشنبه له ۲ بجو نه تر ۵ بجو پورې خلاص وي.

·       Le collectif Solidarité migrants Wilson

دغه کاري ډله اکثر وخت د پاریس په شمالي برخه کې شتون لري. خوراکي مواد او کمپلې ویشي او له بې اسناده کډوالو سره په اداري کارونو کې مرسته کوي.

د فیس له لارې اړیکه : https://www.facebook.com/Solidarité-migrants-Wilson-598228360377940

·        Utopia 56

زیاتره د پاریس په شمالي برخه کې وي او خوراکي موادو او کمپلو مرسته کوي. همدارنګه د اداري پروسو په اړه معلومات وړاندې کوي.

اړیکه : http://www.utopia56.com/fr

فیس بوک : https://www.facebook.com/asso.utopia56/

·       WATIZAT معلوماتي لارښود

WATIZAT د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره یو معلوماتي لارښود دی. د معلوماتو دغه لارښود په چاپ شوې او انلاین بڼه د پناه اخیستلو د پروسیجرونو، د اقامت جواز... په اړه معلومات وړاندې کوي. مهاجرو لپاره د اړتیا وړ د دفترونو ټول آدرسونه وړاندې کوي او لازمې حقوقي مشورې ورکوي.

پاریس، لیون او اویس کې فعالیت لري چې هر میاشت خپل معلومات نوي کوي.

ژبې: فرانسوي، انګلیسي، پښتو، دري او عربي.

لارښود له دې ځایه ترلاسه کړئ : https://watizat.org/guide/

فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو کې هم پر وخت معلومات وړاندې کوي.


پاریس کې د کم عمره بې سرپرسته کډوالو لپاره د مرستې انجمنونه:

·       د کم عمره کډوالو لپاره د ورځي مرکز ( MSF )

دا مرکز د ورځي لخوا کار کوي چې کم عمره کډوال کولای شي په کې حقوقي مرستې، خوراکي مواد ، روغتیايي مرستې... ترلاسه کړي خو دوې نه شي کولای هلته شپه سبا کړي.

ادرس: 101 bis avenue Jean Lolive, 93500 Pantin

دوشنبې نه تر جمعې پورې له سهار ۹ بجو نه تر غرمې ۱ بجو پورې او له ۲ نه تر ۵ بجو خلاص وي.

چهارشنبه له غرمې وروسته بند وي.

·       Les Midis du Mie

Les Midis du Mie دفتر یوازې له ۱۸ کلونو کم عمر کډوالو سره چې پاریس ته له امکاناتو پرته داخل شوی وي مرسته کوي. خواړه ویشي او کم عمره کسانو سره په اداري پروسو کې مرسته کوي.

هر مازیګر دغه اداره هڅه کوي چې د دوې لپاره د خوب ځای پیدا کړي.

وخت: پنجشنبې نه تر دوشبې پورې له غرمې وروسته.

ادرس: 38 rue Pali-Kao, 75020

·       Timmy

دغه انجمن د کم عمره او ځوانانو سره په ورځني ژوند کې د معلوماتو، او ښه راغلاست په برخو کې مرسته کوي.

فیس بوک : https://www.facebook.com/TimmySoutienAuxMineursExiles/?ref=page_internal

 

کالې کې میشت کډوالو سره د مرستو دفترونه:

·       L’Auberge des migrants

په کالې کې دفتر انجمن په سیمه کې کډوالو لپاره خواړه، جامي او کمپلې ویشي.

د کال له پیل څخه دغه انجمن یو ګرځنده معلوماتي بس په کالې کې د کم عمره کډوالو سره د مرستو لپاره فعال کړی چې په کې انټرنټ، دلوبو وسایل موجود دي او ټولنیزو، رواني او حقوقي برخو کې مرسته کوي.

·       Utopia 56

د فرانسې په شمالې برخه کې د دغه انجمن یو دفتر فعالیت لري. کالې کې دغه انجمن کډوالو سره د خواړو، جامو او کمپلو مرسته کوي.

نور ولولئ: پاریس: کله چې سازمانونه مهاجرو ته په تشو ودانیو کې سرپناه برابروي

·       Salam

د فرانسې په شمال کالې او دانکرک ښارونو کې دغه انجمن فعالیت لري او خواړو، جامو او کمپلو په ویشلو کې مرسته کوي. په ادارې پروسو کې هم د کډوالو ملاتړ کوي.

·       Safe passage et Care4Calais

دغه انګریزي کاري ډله په کالې ښار کې ډیره فعاله ده. دوې د خواړو او جامو په ویشلو کې برخه اخلي او همدارنګه کډوالو لپاره خیمې او د خوب نور وسایل برابروي. همدارنګه د مانش کانال په اړه لازم معلومات وړاندې کوي او دا د هغو کډوالو لپاره ډیر ګټور دی چې په فرانسوي خبرې نه شي کولای.

اړیکه : info@safepassage.org.uk

فیس بوک: https://www.facebook.com/care4calais/


یوازې د قانوني مهاجرو لپاره د مرستو انجمنونه:

·       SINGA

د J'accueil پروګرام له لارې د غه انجمن د محلي اوسیدونکو په مرسته کډوالو سره د سرپناه مرسته کوي. له کډوالو سره د مسلکي او حرفوي پروژو په برخه کې هم مرسته کوي.

اړیکه : jaccueil@singa.fr

·       Action emploi réfugiés

دغه انجمن له کډوالو سره د کار موندلو په برخه کې مرسته کوي. یاده اداره د خپل ویب سایټ له لارې کډوال له دفترونو سره وصلوي. د سی وي په جوړولو کې ځینې ورکشاپونه هم جوړوي.

یوب سایت : https://www.actionemploirefugies.com/

·       L’AFPA

دغه سازمان کډوالو سره د مسلکي زده کړو په برخه کې مرسته کوي او په فرانسه کې يي کار ته آماده کوي. همدارنګه سرپناه هم ورکوي.

همدارنګه با ارزښته فرانسوي زده کړې هم برابروي.

بهر میشتېو میرمنو لپاره د مرستو انجمنونه چې د تاوتریخوالو قرباني وي:

·       La Cimade

د دغه دفتر د ټیلفون له لارې د چهارشنبې سهار او له غرمې وروسته خدمات وړاندې کوي.

ټیلفون: 06.77.82.79.09 او 01.40.08.05.34

که چیرې د ټیلفون هڅه مو ناکامه شوه نو خپل نوم او د ټیلفون شمیره د زنګ وهلو پر مهال په پیغام کې پریږدی. وروسته بیا د دغه دفتر یو کار کوونکي تاسې سره اړیکه نیسي.

·       Kâli

Kâli دفتر د بهر میشتو میرمنو لپاره هره پنجشنبه د مازیګر له ۶:۳۰ نه تر شپې ۸ بجو د ټیلفون له لارې خدمات وړاندې کوي.

ادرس : 5 rue de la Révolution, 93100 Montreuil

اړیکه: Association.kali@gmail.com

فیس بوک: https://www.facebook.com/assokali

·       Rajfire (Réseau pour l'autonomie des femmes immigrées et réfugiées)

دغه اداره د سه شنبې په ورځ له ۴:۳۰ نه تر شپې ۷:۳۰ پورې د میرمنو لپاره د ټیلفون له لارې خدمات وړاندې کوي.

ادرس: Maison des femmes de Paris, 163 rue de Charenton, 75012 Paris (métro Reuilly-Diderot, Rer Gare de Lyon).

اړیکه : 01.44.75.51.27 / rajfire.asso@gmail.com

·       Femmes de la Terre

دغه اداره د پنجشنبې په ورځو د ټیلفون شمیرو له لارې خدمات ترتیبوي. همدارنګه ټیلفون يي د دوشنبې په ورځ له ۱ بجې نه تر ماښام ۵ بجو فعال وي:

 01.48.06.03.34 / contact@femmesdelaterre.org

ادرس: 2 rue de la Solidarité, 75019 Pari

 

نورې ليکنې