اسدالله رحمان. انځور: کډوال نیوز
اسدالله رحمان. انځور: کډوال نیوز

کډوال نیوز له هغه افغان مهاجر سره مرکه کړې ده چې ۲۰۰۳-۲۰۰۴ کلونو کې ګوانتانامو کمپ کې بندي و. نوموړي د نیول کېدا پر مهال ۱۱ کاله عمر درلود. هغه چې له یو کال راهیسې په فرانسه کې اوسېږي وایي هیله لري دغه هیواد کې نوی ژوند پیل کړي.

اسدالله رحمان اوس ۳۰ کلن دی او د فرانسې سانتر ول دو لوار سیمه کې د مهاجرو په یوه استوګنځي کې اوسېږي. دغه افغان پناه غوښتونکی د لوګر د خروار ولسوالۍ دی او له نږدې یو کال راهیسې یې فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو دوسیه یې له نورو پناه غوښتونکو سره توپیر لري.

«لاسونه مې ولچک شوي وو»

افغانستان ته د امریکایي ځواکونو تر حملې وروسته اسدالله رحمان یو له هغو کسانو دی چې د ترهګریز فعالیتونو او د استخباراتي معلوماتو د لرلو په تړاو نیول کېږي. خو نوموړی د نیول کېدا پر مهال ۱۱ کلن دی. هغه وایي: «یوه ورځ امریکایي ټانکونه زموږ کلي ته راغلل. زه له ځینو کسانو سره له کوره بهر ولاړ وم. دوی مو لاسونه را ولچک کړل. خو ډله کې مو هېڅوک هم طالب نه وو.»

اسدالله په لومړي سر ګردیز ولایت کې د امریکایانو کمپ ته انتقالېږي. هلته چارواکو تحقیقات ترې کوي او ورنه غواړي چې د طالبانو په اړه استخباراتي معلومات دې ورسره شریک کړي. په وینا یې: «اجازه یې نه راکوله چې خوب وکړو. په یوه وړوکې کوټه کې یې بندي کړی وم. پښې او لاسونه مې ولچک شوي وو.»

لږ وروسته امریکایي ځواکونه اسدالله بګرام زندان ته انتقالوي. اسدالله وایي چې د بګرام زندان تشنابونو پرده نه درلودله او بندیان مجبور ول چې د نورو مخ ته رفع حاجت وکړي. که څه هم د امریکایانو له مخې اسدالله یوازې یوه میاشت بګرام زندان کې تېره کړې، خو نوموړی ټینګار کوي چې لږترلږه یې درې میاشتې په بند کې تېرې کړې دي او ورپسې ګوانتانامو ته انتقال شوی دی.

«مور او پلار مې یادېدل»

څه موده وروسته اسدالله خپله لومړۍ نړیواله سفر پیلوي، خو دا کوم عادي سفر نه دی. په وینا یې د سفر پر مهال یې پښې او لاسونه ولچک شوي. الوتکه کې ورسره دوه نور کم سنه افغان هم دي. ګوانتامو کې اسدالله له دغو دوو افغانانو سره په یوه خونه کې اوسېږي. هغه وایي چې که څه هم ګوانتانامو کمپ کې وضعیت تر ګردیز او بګرام ډېر ښه و، خو دی له روحي ستونزو سره مخ شوی و.

د ده په خبره: «مور او پلار مې یادېدل. فکر مې کاوه چې هېڅکله هم له بنده خوشي کېږم نه. څو ځله مې خپلې کورنۍ ته لیکونه واستول.»

اسدالله وایي چې تل به یې د زندان له چارواکو څخه پوښتنه کوله چې کله به خوشی شي. خو چارواکو به ورته ویل چې دوی نه پوهېږي.

نوموړی بالاخره په ۲۰۰۴ کې له زندانه د خوشي کېدو خبر ترلاسه کوي. په وینا یې: «دا مې د ژوند تر ټولو ښه خاطره ده. ما ته یې وویل چې څه غوښتنه لرې. ما ورته وویل چې نور نه غواړم چې لاسونه مې ولچک شي.» ورپسې اسدالله بګرام او له بګرام څخه د کابل امنیه قومندانۍ ته انتقالېږي. هلته یې سره میاشت او د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونه عالي کمیسارۍ مسولیت په غاړه اخلي.

هغه وایي: «هغه شېبه چې یو ځل بیا له خپلې مور او کورنۍ سره مخ شوم بېخي نه هېرېدونکې ده. »

غلا شوی ماشومتوب، له ګواښونو ډک نوی ژوند

اسدالله وایي خپل کلي ته د بېرته ستنېدو وروسته یې د ۶ میاشتو لپاره د یونیسف له خوا په جوړ شوي کورس کې درس ووایه، خو بیا یې مزدورکاري پیل کړه. د نوموړي په خبره په ۲۰۰۶ کې کله چې طالبان بېرته راغلل امنیتي وضعیت خراب شو.

دغې ډلې نه غوښتل چې اسدالله له بهرنیو خبریالانو سره خبرې وکړي. شک یې پرې درلود چې ښايي هغه جاسوس وي. د همدې کبله اسدالله په ۱۵کلني کې کابل ته ورغی او هلته یې ژوند پیل کړ.

نوموړی زیاتوي چې له ۲۰۰۷ راهیسې یې خپل کلي ته نه دی تللی. هغه په کابل کې یې هم له ګواښونو سره مخ و.

د اروپا پر لور سفر

افغانستان کې د ګواښونو او ستونزو له امله اسدالله په ۲۰۱۹ کې د اروپا پر لور خپل سفر پیلوي. نوموړی وایي چې یو کال یې د مهاجرت پر لارو تېر کړی او له زیاتو سختیو سره مخ شوی دی.

هغه اروپا ته د رسېدو په موخه له پاکستان، ایران، ترکیې، یونان، مقدونیې، صربیا، بوسنیا، کروشیا، اسلوانیا او ایټالیا څخه تېر شوی دی. خو په وینا یې د مهاجرت تر ټولو سختې شېبې یې د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې تېرې کړې دي.

نوموړی د هغو مهاجرو په ډله کې و چې د پاریس سن دني کمپ کې اوسېدل. خو بیا د ټولنیزو کارکوونکو په مرسته یې د پاریس د مهاجرو د هرکلي مرکز او ورپسې د سانتر وال د لوارن دغه استوګنځي ته واستول شو.

هغه چې اوس فرانسوي ژبه زده کوي وایي هیله لري فرانسه کې درس ووایي او کار وکړي.  

 

نورې ليکنې