هغه بلجیمی سرتېری چې په ۲۰۱۸ کې یې د مودا په نامه ۲ کلنه کردۍ ماشومه په غیرعمدي توګه وژلې وه تېره جمعه د فبرورۍ ۱۲مه په یو کال بند محکوم شو. محکمې لارۍ چلوونکی په ۴ کاله بند محکوم کړی دی.
تېره جمعه د فبرورۍ ۱۲مه د بلجیم یوې محکمې هغه سرتېری چې په ۲۰۱۸ کې یې د مودا په نامه ۲ کلنه کردۍ ماشومه په غیرعمدي توګه وژلې وه په یو کال تعلیقي بند محکوم کړ.
پېښه د ۲۰۱۸ د مې میاشتې په ۱۶مه د بروکسل په سوېلي سیمې والونې کې رامنځ ته شوې وه.
یوه لارۍ چې شاوخوا ۳۰ کډوال پکې سپاره ول له پولیسو څخه په تېښته وه. پولیسو لارۍ چلوونکي ته د درېدلو امر وکړ خو نوموړي له امره سرغړونه وکړه. یوه سرتېري بیا د لارۍ پر ټایر ډزه وکړه. خو د موټروان د ناسم موټر چلولو له کبله مرمۍ د مودا پر سر ولګېده. نوموړې چې له خپلې کورنۍ سره د لارۍ شا سیټ کې ناسته وه روغتون ته تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړه.
بیا ولولئ: د یوې کردۍ ماشومې وژنه: د بلجیمي سرتېري محاکمه نن پیلېږي
دغه سرتېري تېره نومبر میاشت محکمې ته ویلي وو چې لارۍ کې د یادې ماشومې د شتون څخه خبر نه و. خو محکمې د جمعې پر ورځ وویل چې د لارۍ د درولو لپاره نورې طریقې هم موجودې وې.
په ورته مهال د دوو هغو کردانو په اړه هم پرېکړې وشوې چې د پېښې د رامنځ ته کولو شک پرې موجود و. محکمې ۲۱ کلن لارۍ چلوونکی چې عراقی کرد دی په څلور کاله بند محکوم کړ. خو یو بل کس د شواهدو د نشتوالي له کبله له لګول شوي تور څخه برائت وموند. اټکل و چې دغه دواړه کسان په ۱۰ او ۷ کلونو بند محکوم شي.
بیا ولولئ: د وژل شوې کردۍ نجلۍ کورنۍ عدالت غواړي
له دغې پېښې وروسته د مودا کورنۍ بلجیم کې د «بشري دلایلو» له کبله لنډمهاله اقامه ترلاسه کړې وه. خو تېره جمعه د دولت د پناه غوښتنې او مهاجرت د چارو منشي سمیع مهدي د بلجیم دولتي راډیو ته وویل چې اوس دغه کورنۍ دایمي اقامه ترلاسه کړې ده.