مهاجر الپ غرونو کې. انځور: مهدي شبیل
مهاجر الپ غرونو کې. انځور: مهدي شبیل

ډېری هغه مهاجر چې د بالکان له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي فرانسې ته د رسېدو په موخه د الپ غرونو څخه تېرېږي. کډوال نیوز د ایټالیا اولکس سرحدی ښار ته ورغلی و او د کاسا په نامه تشه ودانۍ کې یې له یوې ایرانۍ کورنۍ سره خبرې کړې وې. دوه ورځ وروسته دغه کورنۍ د فرانسې بریانسون ښار ته ورسېدله.

دېرش کلن عقیل او پنځه دېرش کلنه نوشین ښځه او مېړه دي. دوی چې د ایران د شیراز ولایت دي وایي نږدې ۳ کاله کېږي چې د مهاجرت پر لارو سرګردان او لالهاند دي. عقیل ایران کې مغازه درلوده خو وایي چې د ګواښونو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوی. دوی له دوو ورځو راهیسې د ایټالیا په دغه تشه ودانۍ کې اوسېږي چې کاسا نومېږي او د مهاجرو د مدافعانو له خوا اداره کېږي.

دغه ایرانۍ کورنۍ په پام کې لري چې نن شپه د فبرورۍ ۵مه د الپ غرونو له لارې فرانسې ته ځان ورسوي. عقیل وایي چې استرس لري ځکه چې اورېدلي یې دي چې غرونو کې درنه واوره ورېدلې ده او ممکن چې واورو کې پیاده مزل اسان نه وي.

بیا وګورئ: ویډیو: افغان مهاجر فرانسې ته د رسېدو په موخه څنګه له الپ غرونو څخه تېرېږي؟

«چمتو یو چې د څو ساعتونو لپاره پیاده مزل وکړو»

د ایټالیا په اولکس ښار کې د رفیوج په نامه ټولنه له غرونو څخه پر تېرېدونکو مهاجرو ګرمې جامې او بوټان وېشي. خو عقیل او ښځه یې وایي چې دوی په بوسنیا کې ګرمې جامې او بوټان اخیستي دي او له رفیوج نه نور وسایل نه اخلي.

د عقیل په خبره: «ښایي چې نور مهاجر رفیوج کې شته وسایلو ته اړتیا ولري. موږ کالي او بوټان لرو.»

نوشین بیا وایي چې غرونو کې د وحشي حیواناتو د شتون څخه وېره لري. هغه زیاتوي: «دا وېره هم راسره ده چې لاره ورکه کړو. چمتو یو چې د څو ساعتونو لپاره واورو کې پیاده مزل وکړو، خو په دې شرط چې لاره معلومه وي.»

بیا ولولئ: افغان مهاجره تازه ګل: «نږدې دوه ساعته مې په واورو کې پیاده مزل وکړ»

«هوا له غباره ډکه وه»

دغې ایرانۍ کورنۍ دوه کاله په صربیا تېر کړي دي. دوی د ګڼو نورو مهاجرو په شان څو ځله کروشیا ته د ننوتلو لپاره هڅې کړې، خو هر ځل پولیسو اخراج کړي دي. د عقیل او نوشین په وینا کروشیایي پولیسو یې موبایلونه او اسناد نیولي دي.

عقیل دا هم وایي چې صربیا کې یې یوه قاچاق وړونکي ته ۴۵۰۰ یورو پیسې ورکړې وې، خو قاچاق وړونکي د پیسو تر اخیستلو وروسته لادرکه شو. نوموړی زیاتوي: «اوس پیسې نه لرو. خو له نیکه مرغه چې دلته بشردوستانه سازمانونه شته دي. دوی موږ ته خوراکي توکي او وسایل راکوي.»

بیا ولولئ: هغه افغانه کورنۍ چې د الپ له لارې فرانسې ته رسېدلې: «غرونو کې درنه واوره ورېده»

دوه ورځې وروسته عقیل او نوشین د فرانسې بریانسون ښار ته رسېدلي دي. دوی چې رفیوج سولیدېر سازمان ته پناه راوړې وایي: «د شپې پر ۲۰ بجو مو خپل سفر پیل کړ. نږدې ۳۰ دقیقې مو په واورو کې پیاده مزل وکړ. درنه واوره ورېدلې وه او هوا له غباره ډکه وه. خو وروسته بیا له فرانسوي ګزمه کوونکو سره مخ شوو او بریانسون ته راغلو.»

دغه کورنۍ هیله لري چې د فرانسې پلازمېنې پاریس ته راشي او دلته د پناه غوښتنه وکړي. نوشین او عقیل وایي چې دوی غواړي فرانسوي ژبه زده کړي او نوی ژوند پیل کړي.

 

نورې ليکنې