تیره اونۍ شاوخوا ۸ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.
تیره اونۍ شاوخوا ۸ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.

د افغانستان او ایران پر پوله خونړۍ اورلګیدنې چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه يي اړولي، له ایران څخه ستنیدونکو کډوالو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان د خدماتو بهیر يي اغیزمن کړی.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د هرات په اسلام قلعه بندر کې خونړۍ اورلګیدنې د دوې دفتر ته چې لسګونه زره راستنیدونکو کډوالو ته يي بشري خدمات چمتو کول، زیان اړولی چې له امله يي د خدماتو چارې ټکنۍ شوي.

یاد سازمان د شنبې ورځې د فبرورۍ په ۱۳ مه یوې خبرې اعلامیه کې وویل چې له ایران سره پر پوله د هرات ولایت د اسلام قلعه په ګمرک کې د شنبې ورځې اورلګیدنې له امله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان دي. یاد سازمان وايي چې ستنیدونکو کډوالو او د دوې کارکوونکو ته پکې زیان نه دی اووښتی.

په اعلامیه کې په هرات کې د دغه سازمان مسول نیک بیشاپ له خولې راغلي:« د اورلګیدنې په پایله کې راستنیدونکو کډوالو ته زیان نه دی اوښتې ځکه د هغوې نوم لیکنه له وړاندې پای ته رسیدلې وه او د افغانستان بیلابیلو سیمو ته يي خپل سفر پیل کړی و.»

اوس د کډوالۍ نړیوال سازمان ډاډ ورکوي چې راستنیدونکو کډوالو لپاره به خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.

د هرات په ګمرک کې اورلګیدنې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي. انځور: IOM
د هرات په ګمرک کې اورلګیدنې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي. انځور: IOM

په دې اړه اعلامیه کې راغلي: « د IOM د خدماتو یو دفتر چې د زرګونه راستنیدونکو کډوالو هرکلی يي کوله د افغانستان او ایران پر پوله د اورلګیدنې له امله زیان لیدلی. IOM ډاډ ورکوي چې راستنیدونکو لپاره به خپلو بشري خدماتو ته دوام ورکړي»

 په بې سارې کچه له ایران څخه د ستنیدونکو د شمیر لوړیدل

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه په بې سارې ډول د افغان کډوالو د راستنیدنې کچه لوړه شوې. د یادې ادارې په خبره یوازې تیره اونۍ ۸۰۰۰ افغانان له ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي.

اعلامیه په دې اړه لیکلي:« تیر کال کووید د دې لامل شو چې ګڼ افغانان په ایران کې خپل کارو بار له لاسه ورکړي. په ۲۰۲۰ کال کې د راستنیدنو تر ټولو لویه کچه ثبت شوې چې ۸۶۰ زره تنه افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي.»

په هرات کې د دغه سازمان مسول نیک بیشاپ وايي:« مونږ هیله مند یو چې د هرکلي مرکز دفتر بیرته ترمیم کړو او د دې لويي ترانزیټي لارې بیرته راستنیدونکو افغانانو لپاره حیاتي بشري خدمتونه وړاندې کړو.»

هغه وايي چې د دې کار ترسره کولو لپاره مونږ ډیرو بشري مرستو ته اړتیا لرو.

 

نورې ليکنې