د پاکستان په کمپونو کې ۵۷۰۰۰ افغان ماشومان په زده کړو بوخت دي. انځور: UNHCR
د پاکستان په کمپونو کې ۵۷۰۰۰ افغان ماشومان په زده کړو بوخت دي. انځور: UNHCR

پاکستان یو له هغو هیوادونو دی چې میلیونونه افغانان په کې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي. د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري ( UNHCR ) وايي چې د پاکستان حکومت او اړوندو ادارو سره يي په ګډه په دغه هیواد کې میلیونونه راجستر افغان کډوالو ته پر وخت لازم بشري خدمات وړاندې کړي خو بل پلو بیا یو شمیر کډوال د یادې ادارې له خدماتو خوښ نه دي.

سرانان، د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې یو له هغو ۵۴ کمپونو څخه دی چې د UNHCR ادارې لخوا اداره کیږي. د دغه کمپ یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یاد کمپ کې پراختیايي او بشري پروژې په سمه توګه نه دي عملي شوي.

د دغه کمپ یو تن اوسیدونکی ظاهر پشتون په دې وروستیو کې له مهاجر نیوز سره په خبرو کې ویلي و چې له تیرو څو لسیزو راهیسې په ياد کمپ کې یو روغتیايي کلنیک نشته او په ښوونځیو کې کافي درسي مواد شتون نه لري.

هغه وايي چې له کلونو راهیسې د کمپ اوسیدونکي هر لیتر اوبه په بیه اخلي.

نور ولولئ: پاکستان: د بلوچستان په ایالت کې د افغان کډوالو حال

په پاکستان کې د یو ان اچ سي آر دفتر په مشخص ډول د سرانان کمپ اوسیدونکو د ستونزو په اړه څه و نه ویل خو دايي وویل چې په ټول پاکستان کې ۵۴ راجستر شوي کمپونه ( RVs ) اداره کوي چې په دغو کمپونو کې يي د روغتیا، زده کړې او د څښاک اوبو په برخه کې لازم خدمتونه وړاندې کړي دي.

 مهاجر نیوز په پاکستان کې د ( یو ان اچ سي آر ) له ویاند قیصر خان افریدي سره خبرې کړي.

 مهاجر نیوز: په پاکستان کې څومره راجستر افغان کډوال میشت دي او کومو سیمو کې ژوند کوي؟

قیصر خان افریدي: اوسمهال ۱،۴ میلیونه راجستر افغانان چې د POR کارتونه لري په پاکستان کې میشت دي. له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۴،۴ میلیونه افغان کډوال د یو ان اچ سي آر په مرسته بیرته افغانستان ته ستانه شوي.

۶۸ سلنه راجستر کډوال په ښاري سیمو کې او پاتې ۳۲ سلنه نور په کمپونو کې میشت دي. د ټولو کډوالو ۵۰ سلنو څخه ډیر يي ماشومان دي او ۶۴ سلنه نور هغه ځوانان دي چې عمرونه يي له ۲۴ کلونو ټیټ دي.

مهاجر نیوز:  یو ان اچ سي آر اداره  له دوې سره څه ډول مرستې کوي ؟

قیصر خان افریدي:  یو ان اچ سي آر پاکستان کې افغان کډوالو ته حقوقي مرستې وړاندې کوي او د کډوالۍ حالت حفظ کوي. د پاکستان په ۵۴ کمپونو کې د دولتي او غیر دولتي سازمانونو په همکارۍ کډوالو ته د روغتیا، زده کړې او څښاک اوبو رسولو په برخو کې اساسي خدمات وړاندې کوو.

 مونږ په کوربه ټولنو کې د معیشت پرمختیا او د مهارتونو د لوړولو فرصتونه برابروو تر څو کډوال له اقتصادي پلوه پر خپل ځان بسیا ا و د دوې ظرفیتونه لوړ شي.

یادې پروژې افغانانو سره د دوې له بیرته ستنیدو وروسته د تل پاتې ادغام سره مرسته کوي او د ظرفیتونو د لوړیدو سره دوې کولای شي د افغانستان په بیا ودانولو او سولې پروسه کې مهمه ونډه ولري.

یو ان اچ سي آر همدارنګه په کوربه ټولنو کې زیانمن کډوال ( RAHA ) له پروژې ملاتړ کوي چې موخه يي په کوربه ټولنو کې د کډوالو د اوږدمهال پاتې کیدو اړتیا کمول دي.

RAHA  هغه وسیله ده چې د زده کړې، مهارتونو د لوړولو او معیشتي ملاتړ په وسیله د ځوانانو ظرفیتونه لوړوي. په ۲۰۰۹ کال کې د دغه پروګرام له لارې ۴۲۰۰ پروژې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت عملي شوي. ۸۵ سلنه ګټه اخیستونکي يي پاکستانیان دي. ځینې پروژې اوس هم د تطبیق په حال کې دي.

 مهاجر نیوز: یو ان اچ سي آر یوازې له راجستر کډوالو سره مرسته کوي، له پاتې نورو سلګونه زره کډوالو سره ولې مرسته نه کیږي؟

قیصر خان افریدي: زمونږه اداره یوازې د ۱،۴ میلیونه راجستر کډوالو سره چې د POR کارتونه لري مرسته کوي. په ۲۰۱۷ کال کې ۸۸۰ زره افغانان د حکومت لخوا راجستر شول او د ACC کارتونه ورته وویشل شول. یو شمیر داسې افغانان هم شته چې لا هیڅ نه دي راجستر شوي.

مهاجر نیوز: بلوچستان کې د سرانان کمپ اوسیدونکي د خدماتو د نشتوالي له امله سر ټکوي او وايي چې د لومړنیو ضروریتونو پروژې په کمپ کې نه دي تطبیق شوي.

قیصر خان افریدي: ځواب يي پرته ذکر شوی دی.


 « ۴،۴ میلیونه افغان خپل هیواد ته ستانه شوي»

 مهاجر نیوز: د کډوالو د راستنیدنې پروسه څه ډول ده ؟ څومره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي او له څخه ډول مرستو برخمن شوي ؟

 قیصر خان افریدي: د ۲۰۰۲ کال راهیسې ۴،۴ میلیوه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي او د دواطلبانه ستنیدنې پروسې له لارې هر راستنیدونکي کس سره ۲۵۰ امریکايي ډالره مرسته کیږي.

مهاجر نیوز: له څلورو لسیزو راهیسې افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، وطن ته د دوې د نه ستنیدو لامل څه شی دی ؟

قیصر خان افریدي: مونږ د کډوالو د بیرته ستنیدو ملاتړ نه یو. یوازې هغو افغانانو سره په بیرته ستنیدو کې مرسته کوو چې په خپله خوښه او آګاهانه ډول ستنیږي. مونږ د کډوالو د اوږد مهاله مودې غځولو څخه ملاتړ کوو ځکه د افغانستان شرایط بیرته ستنیدو ته برابر نه دي. مونږ له نړیوالو غواړو چې د کډوالو د تل پاتې ادغام لپاره په افغانستان کې پرمختیايي پروژې تطبیق کړي.

مهاجر نیوز: پاکستان چې د پناه غوښتنې په تړاو د جنیوا ۱۹۵۱ کنوانسیون غړی نه دی نو د پناه اخیستلو پروسه په دغه هیواد کې څه ډول ترسره کیږي ؟

قیصر خان افریدي: پاکستان دغه سند نه دی تصویب کړی نو د پناه غوښتونکې چارې د پاکستان د ۱۹۴۶ بهرنیانو قانون لخوا تنظیمیږي. په عمومي ډول پاکستان هغه خلک مني چې د یو ان اچ سي آر لخوا ورته د کډوالۍ سند ورکول شوی.

مهاجر نیوز: ځینې کډوال چې د POR کارتونه هم لري او په پاکستان کې پیدا شوی مهاجر نیوز ته ویلي چې مونږ نشو کولای په خپل نوم جایداد واخلو، نشو کولای بانکي حساب پرانیزو. ستاسو ځواب څه دی؟

قیصر خان افریدي: زمونږ سره راجستر کډوال کولای شي په پاکسان کې بانکي حساب پرانیزي.

 « ۵۷۰۰۰ افغان ماشومان زده کړو ته لاسرسۍ لري»

 مهاجر نیوز: پاکستان کې څومره افغانان زده کړو ته لاسرسۍ لري؟

قیصر خان افریدي: یو ان اچ سي آر د پاکستان په ټولو کمپونو کې ۵۷۰۰۰ افغان ماشومانو ته د زده کړو وړیا لاسرسۍ برابر کړی. دغه زده کوونکي په ۱۵۳ لومړنۍ او متوسطه ښونځیو کې زده کړې کوي.

همدارنګه مونږ د پاکستان په پوهنتونونو کې د البرټ آئنسټین جرمني علمي کډوالۍ نوښت ( DAFI ) لخوا د ۲۰۱۸ کال راهیسې ۴۰۰ افغان کډوالو ته تحصیلي بورسونه برابر کړي.

د دې ترڅنګ د RAHA پروګرام له لارې افغان ځواناتو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرامونه هم برابر شوي.

 مهاجر نیوز: ایا افغان کډوال په زوره له پاکستان څخه ایستل کیږي؟ لامل يي څه شی دی ؟

قیصر خان افریدي: مونږ د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د ۴۰ کلنې میلمستیا هرکلی کوو. په دغه موده کې پاکستان هیڅ افغان کډوال دې ته نه دی اړ کړی چې له دغه هیواد څخه ووځي. بیرستنیدنه په خپله خوښه ترسره شوې. د افغانستان، پاکستان او یو ان اچ سي آر په درې اړخیز هوکړه کې دا موضوع ذکر شوې.

 

نورې ليکنې