Lد ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۵مه استرال له مدیترانې څخه ۴۵ مهاجر وژغورل. انځور: د اوپن ارمز له ټویټر پاڼې څخه
Lد ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۵مه استرال له مدیترانې څخه ۴۵ مهاجر وژغورل. انځور: د اوپن ارمز له ټویټر پاڼې څخه

استرال د اوپن ارمز سازمان د نظارت او څېړنې کښتۍ ده. دغه کوچنۍ کښتۍ مهاجر نه شي انتقالوی، خو سمندر کې د مهاجرو د شتون په اړه چارواکو ته خبر ورکوي. همدارنګه د استرال کارکوونکي د ژغورونکو تر رسېدو پورې مهاجرو ته لومړنې مرستې برابروي.

د اوپن ارمز سازمان کوچنۍ کښتۍ استرال د نظارت او څېړنې دنده پر غاړه لري. دغه کښتۍ د مهاجرو د ژغورنې او انتقالولو دنده نه شي ترسره کولی. د پرواکتیوا اوپن ارمز سامزان غړې لورا لانوزا وایي چې استرال یوازې «په بېړنیو حالاتو کې» مهاجر سپرولی شي.

د فبرورۍ پر ۵مه استرال د مهاجرو د ژغورنې عملیات ترسره کړل. دغې کښتۍ له هغې وروسته مدیترانه کې د یوې حاملې ښځې په ګډون ۴۵ مهاجر وموندل چې د الارم فون په نامه تېلېفوني پلتفورم ورته د دغو کسانو په اړه اطلاع ورکړه. یاد مهاجر درې ورځې په سمندر کې سرګردان ول.

استرال لاندې دندې پر غاړه لري:

  • مهاجرو ته د لومړنیو مرستو برابرول

د استرال کښتۍ کارکوونکي مهاجرو ته لومړنې مرستې برابرولی شي. دوی په کوچنیو کښتیو کې د مهاجرو بېړیو ته ور نږدې کېږي.


د اوپن ارمز سامزان پر انسټاګرام پاڼې خپره شوې ویډیو ښيي چې د فبرورۍ پر ۵مه د دغې کښتۍ کارکوونکي پر موندل شویو مهاجرو د ژغورنې واسکټونه او کمپلونه وېشي. د لورا لانوزا په خبره دوی دغه راز مهاجرو ته خواړه او اوبه هم ورکړلې.

د استرال کارکوونکي همدارنګه د مهاجرو روغتیایي وضعیت ته هم پام کوي. دوی ګوري چې ایا د موندل شویو کسانو په ډله کې مېندواره، ناروغ او... مهاجر شته که نه. د لورا لانوزا په وینا: «استرال کې یوه روغتیایي ډله هم شته. نو که چېرې کوم مهاجر په خطر کې وي موږ ورسره روغتیایي مرستې کوو.»

  • چارواکو ته خبر ورکول

د استرال کارکوونکي چارواکو ته د مهاجرو د کښتۍ په اړه اطلاع هم ورکوي. د فبرورۍ پر ۵مه دوی مالتایي چارواکو ته د مهاجرو د کښتۍ په اړه خبر ورکړ. د لورا لانوزا په حواله مالتایي چارواکو بیا مهاجرو د انتقالولو لپاره له ایټالوي چارواکو سره هماهنګي وکړه.

استرال مهاجر بندرونو ته نه شي انتقالولی، خو د مهاجرو او ژغورونکو ترمنځ د منځګړۍ په توګه فعایت کوي.

  • له مهاجرو سره پاتې کېدل او هغوی ته ډاډ ورکول

د استرال کارکوونکي دغه راز د ژغورونکو تر رسېدو پورې د مهاجرو ترڅنګ پاتې کېږي او هغوی ته ډاډ ورکوي. دا یو عادي پروسیجر دی چې ښایي څو ساعته دوام وکړي.


لورا لانوزا وایي: «د فبرورۍ پر ۵مه ایټالوي ځواکونه ډېر ژر سیمې ته ورسېدل. موږ د ژغورونکو تر رسېدو پورې له مهاجرو سره خبرې وکړې.»

استرال هڅه کوي چې د مهاجرو تر سخت سفر وروسته ورته ډاډ هم ورکړي. لورا لانوزا زیاتوي چې د فبرورۍ پر ۵مه مهاجرو د ژغورونکو رسېدو ته انتظار وکړ. په خبره یې دوی بالاخره د ایټالیا لمپدوسا ټاپو کې له کښتۍ څخه ښکته شول.

استرال د فبرورۍ پر ۱۵مه مدیترانه کې تر دوو اونیو ماموریت وروسته د اسپانیا بادالون بندر ته ولاړ. د اوپن ارمز کارکوونکو د دغې کښتۍ هرکلی وکړ.


 

نورې ليکنې