یونان کې سړه هوا. انځور: ټویټر
یونان کې سړه هوا. انځور: ټویټر

پرون چهارشنبه د فبرورۍ ۱۷مه د ۳۰ کورنیو په ګډون ۱۱۶ مهاجر د یونان له لېسبوس ټاپو څخه د جرمني هانوفر ښار ته انتقال شول. له تېرو څو میاشتو راهیسې دا لومړی ځل دی چې مهاجر له یونانه نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالېږي.

پرون چهارشنبه د فبرورۍ ۱۷مه د ۳۰ کورنیو په ګډون ۱۱۶ مهاجر له یونان څخه د جرمني هانوفر ښار ته انتقال شول. دغه کسان چې د افغانستان، عراق او ایران اتباع دي تر دې دمخه د یونان په لېسبوس ټاپو کې اوسېدل.

له تېرو څو میاشتو راهیسې دا لومړی ځل دی چې له یونانه جرمني ته د مهاجرو د انتقالولو پروسه ترسره کېږي. د اورلګېدنې له امله د موریا کمپ تر سوځېدو وروسته د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل توافق کړی و چې له لېسبوس څخه ۱۵۵۳ کسان جرمني ته انتقال شي.

خو د کورونا ویروس روغتیایي کړکېچ له کبله تر دې دمه یوازې ۴۴۹ مهاجر جرمني ته لېږدول شي دي.

«یوازنۍ حل لاره»

په ورته مهال د یونان د مهاجرو چارو ویر نوتیس میتاراچي دغه عملیات «د اروپایي هیوادونو ترمنځ د ملاتړ نښه» بللې ده. نوموړي رسنیو ته ویلي: «د مهاجرت کړکېچ باید د ټولو اروپایي هیوادونو له لوري مدیریت وشي. زموږ هیواد او په ځانګړې توګه د یونان پنځه ټاپوګان د مهاجرت تر ټولو درون بار پر اوږو لري.»

لېسبوس کې سازمانونه بیا له یونانه نورو هیوادونو ته د مهاجرو انتقالول یوازنۍ دایمي حل لاره بولي. لږ مخکې دغو سازمانونو د ژمي د سړې هوا له کبله د پناه غوښتونکو د ژوند شرایط په هکله اندېښنې څرګندې کړې وې او د کاراتپې کمپ د وضعیت په اړه یې خبرداری ورکړی و چې تر ۶۰۰۰ ډېر کسان پکې ژوند کوي.

تېره سه شنبه د بشري حقونو ګڼو مدافعانو او یوناني اوسېدونکو د متیلین ښاروالۍ مخ ته غونډه وکړه او د مهاجرو پر مخ د کلیساګانو او نورو ودانیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د نړیوالې ژغورنې کمیټي مشرې دیمیترا کالوګېروپولو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې «یوازنۍ دایمي حل لاره دا ده چې مهاجر د مرکزي یونان امنو سرپناوو ته انتقال شي او ورپسې نورو اروپایي هیوادونو ته ولېږدول شي.»

 

نورې ليکنې