په هامبورګ کي په سانت پاولي کليسا کي د پڼاه غوښتونکو ځای
, 2013 Photo: picture alliance/A. Heimken
په هامبورګ کي په سانت پاولي کليسا کي د پڼاه غوښتونکو ځای , 2013 Photo: picture alliance/A. Heimken

په آلمان کي د بنېديکتي ښځينه راهبانو پر يوې سر راهبي تور لګېدلی چي په ناقانونه توګه يې د پناه غوښتونکو سره مرسته کړې ده.

د آلمان په کيرشلېتن سيمه کي د بنېديکتي ښځينه راهبانو د مرکز سرراهبه، ميشتيلده تيورمر وايي چي هيڅ جرم يې نه دی کړی. دغې ۶۳ کلنې راهبي د «کولنر شتدت انڅايګر» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي ته د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۷مه) ويلي دي چي د چارواکو له لوري ورباندي لګول سوی تور ناسم دی. هغې ويلي چي خپل ځان ته «په هيڅ صورت هم» د مجرمې په توګه نه ګوري.

پر سر راهبي تيورمر د څارنوالۍ له خوا «د پناه غوښتونکو سره په ناقانونه توګه په آلمان کي د پاته کېدو په ترڅ کي د مرسته کولو» تور لګول سوی دی. دا چي د دغې قضيې محکمه به کله پيل سي لا ورته نېټه نه ده اعلان سوې. دغې سر راهبي ويلي: «کليسايي پناه د ناهيلۍ په وضعيت کي د انسانانو مرسته کوي.»

سر راهبه تيورمر وايي چي په ټوليزه توګه يې په خپل راهبځي کي ۳۰ انسانانو ته کلېسايي پناه ورکړې ده. هغه وايي چي «زما همکاري راهباني او زه د هغو انسانو سره مرسته کوو چي ورته اړتيا لري او په يو ناهيلي وضعيت کي قرار لري ځکه چي د اخراج په صورت کي د هغوی بدني سالميت او ژوند د ګواښ سره مخامخ کيدلای سي.»

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي دغې سر راهبي و يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي کليسا د دولت سره پر دې تفاهم کړی دی چي د کليسا له لاري د پناه ترلاسه کوونکو پناه غوښتونکو دوسيې به له سره ارزوي. دغې راهبي زياته کړې چي اکثره وختونه د اړونده دوسيو بيا کتنې د پناه غوښتونکو له پاره په مثبتو فيصلو پای ته رسېدلي دي.

د تيورمر په وينا د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کالونو تر منځ يې ۳۰ انسانانو ته کليسايي پناه ورکړې ده. د هغې په وينا تر ياد شمير زياتو کسانو د پناه غوښتنه يې البته رده کړې ده. هغې ويلي چي د بيلګي په توګه د مراکش سره تړاو لرونکي يوې طفل لرونکي ښځي پناه غوښتنه يې ځکه ونه منله ځکه چي مراکش په خطرناکه هيوادونو کي نه راځي. هغې د يو عيسويت ته اوښتي کس بېلګه هم ورکړې چي د دې راهبځي ورته پناه نه وه ورکړې. دا ځکه چي د دغې سر راهبي په وينا ياد کس بايد فرانسې ته اخراج سوی وای. د هغې په وينا دا چي فرانسه کي د هغه له پاره ګواښ نه ؤ نو ځکه يې هغه ته پناه ورنکړه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې