د مهاجرت او پناه غوښتني له پاره د آلمان د فدرالي ادارې بامف دفتر | Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress
د مهاجرت او پناه غوښتني له پاره د آلمان د فدرالي ادارې بامف دفتر | Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress

په ۲۰۱۸ کال داسي تورونه ولګېدل چي ګواکي د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان فدرالي ادارې «بامف» يوې څانګي په ناسمه توګه زيات شمير پناه غوښتنو ته مثبت جوابونه ورکړي دي.

د آلمان اداري محکمو د ۶۶ پناه غوښتونکو په حق کي فيصلې کړي دي. دا له هغه وروسته چي هغوی د بامف ادارې د فيصلو پر ضد حقوقي دعوې دايري کړې. دغو پناه غوښتونکو د دې پر ضد دعوا کړې چي دوی ته په لومړي سر کي قبولۍ ورکول سوي وې خو د بامف له خوا بېرته لغوه کړل سوې. 

د آلمان د «فونکه مېډين» په نوم رسنيزي ډلې په ورځپاڼو کي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ د فبرورۍ ۱۷مه) پر اړونده موضوع مطالب خپاره سوي دي. په دغو مطالبو کي د يادو ۶۶ قضيو په تړاو د معلوماتو منبع د آلمان د حکومت يو ليکل سوی جواب بلل سوی دی. ياد جواب په پارلمان کي د کيڼ ګوند له خوا د تر سره سوي پوښتنې په ترڅ کي ورکول سوی دی.

د محکمو له خوا يادي فيصلې له هغه څخه تقريبا درې کاله وروسته کيږي چي داسي تورونه ولګول سول چي کواکي د بامف ادارې د برېمن په څانګه کي غير اصولي فيصلې سوي دي. تورونه لګول سوي ول چي ګواکي د بريمن د څانګي رئيسي د خپلو همکارانو سره په ګډه په ناسمه توګه په سلونو پناه غوښتونکو ته قبولۍ ورکړي دي. دغه تورونه هغه وخت د يوې لويي افتضاح لامل سوي ول.

د يادې افتضاح وروسته و يو شمير پناه غوښتونکو ته ورکړل سوي قبولۍ بېرته واخيستل سوې. له دغو څخه يو شمير پناه غوښتونکو د قبوليو د بېرته اخيستل کېدنې پر ضد محکمو ته مراجعه وکړه. د راپور له مخي اوس محکمو په ۶۶ قضيو کي حقوقي دعوا کوونکي پر حق بللي، په ۱۱ قضيو کي د ناڅرګنده دلايلو پر اساس حقوقي دعواوي ځنډول سوي او په ۱۰ قضيو کي د د قبولۍ بېرته اخيستل کېدنه تائيد سوې ده.

په راپور کي ويل سوي چي په ټوليزه توګه ۱۸۴ پناه غوښتونکو د بامف د فيصلو پر ضد حقوقي دعوې کړي وې. له دغو څخه ۹۱ قضيې لا تر اوسه نه دي فيصله سوي. شپږ قضيې په ۲۰۱۷ کال فيصله سوي وې.

د يادي افتضاح وروسته بامف د خپلي د يادي څانګي له لوري تر سره سوي د دوسيو فيصلې له سره وکتلې او له سره يې فيصلې وکړې. د فونکه ميډين رسنيزي ډلې د راپور له مخي د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د بامف اداره دې نتيجې ته رسېدلې چي په ۲۱۳ دوسيو کي «د قبولۍ د بېرته اخيستلو فيصلې ځکه صحيح وې ولي چي په ناسمه توګه ورکول سوي وې.»

د کيڼ ګوند سياستوالې، اولا يېلپکه د محکمو پر يادو فيصلو د معلوماتو د خپرېدنې وروسته ويلي چي دغو فيصلو ښودلې چي د بامف د برېمن څانګي د پناه غوښتني د دوسيو فيصلې «په سمه او قانوني توګه» کړي وې. د يېلپکه په وينا د افتضاح وروسته د ورکړل سوو قبوليو بېرته اخيستل کېدنې اکثره فيصلې «ناسمي او ناقانونه» وې. 

آ./ب.ب./ا.ا.

 

نورې ليکنې