آرشيف انځور: له لايپڅيګ هوايي ډګر څخه اخراج | Photo: Picture-alliance/dpa/M.Kappeler
آرشيف انځور: له لايپڅيګ هوايي ډګر څخه اخراج | Photo: Picture-alliance/dpa/M.Kappeler

د آلمان د بايرن ايالت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي وويل چي ۱۶ کسان يې پاکستان ته اخراج کړي دي. ويل سوي چي په اخراج سوو کي ۱۱ يې تورن مجرمين ول.

يوې الوتکي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۷مه) سهار په ۶:۳۰ بجو د آلمان له مونشن هوايي ډګر څخه د پاکستان د پلازمينې اسلام آباد پر لور پرواز وکړ. په دغه الوتکه کي ۱۶ کسان و پاکستان ته اخراج سول.

د اخراج په ورځ د آلمان د بايرن ايالت د چارواکو له خوا يوه اعلاميه هم خپره سوه. په دغه اعلاميه کي راغلي چي په ياده الوتکه کي ۱۶ داسي کسان اخراج سوي چي د آلمان په خوشي کولو مکلف ول. خو په اعلاميه کي دا نه دي راغلي چي ايا ۱۶ واړه کسان پاکستاني تابعيت لرونکي ول که څنګه.

د بايرن ايالت د چارواکو په اعلاميه کي زياته سوې چي له اخراج سوو کسانو څخه ۱۱ يې مجرمين ول. ويل سوي چي په دغو ۱۱ کسانو کي داسي کسان شامل ول چي په قتل، جنسي تيري، تاوتريخوالي، تېرايستنې، وسله واله داړه مارۍ، د چارواکو پر ضد تاوتريخوالي او د مخدره توکو په قاچاق تورن ول.

ويل سوي چي پر ټولو اخراج سوو تورنو کسانو په آلمان کي څو کلنې د بند سزاوي هم راوتلي وې. په اعلاميه کي زياته سوې چی اخراج سوو ۱۶ کسانو څخه ۱۴ يې له بايرن ايالت څخه او پاتې دوه له براندنبورګ او بادن ويورتمبېرګ ايالت څخه ول. 

د تير کال د جولای مياشتي راهيسي دا پاکستان ته لومړی اخراج دی. د کرونا پاندمي له کبله دغه هيواد ته تر زيات وخت پوري اخراج درول سوی ؤ.

ب.ب./ا.ا.

 

نورې ليکنې