انځور: رویترز
انځور: رویترز

یوه لوړپوري پاکستاني چارواکي تېره اونۍ وویل چې هیواد یې له افغانستان سره پر پوله د ۱۸۲کیلومتره په اوږدوالي د خنډونو د جوړولو کار پای ته رسولی او ټاکل شوې چې تر راتلونکې اپریل میاشت پورې د پاتو خنډونو د جوړولو کار پای ته ورسېږي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې داون په حواله د دغه هیواد یوه لوړپوري چارواکي یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستان سره پر پوله یې د ۱۸۲ کیلومتره په اوږدوالي د خنډونو د جوړولو کار پای ته رسولی او اټکل دی چې تر راتلونکې اپریل میاشت پورې به د پاتو خنډونو د جوړولو کار پای ته ورسېږي.  

ده زیاته کړې چې له افغانستان سره د خنډونو د جوړولو کار تر پای ته رسېدو وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ «ولسي تګ راتګ زیات شي». نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړې چې دا کار به «د ګاونډو هیوادونو پر اقتصاد هم مثبتې اغیزې ولري».

بیا ولولئ: پاکستان: د بلوچستان په ایالت کې د افغان کډوالو حال

غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پاکستان «د امنیت د ښه کېدو لپاره» له افغانستان سره پر پوله کټارې او ازغن تار لګوي ترڅو د اورپکو او ترهګرۍ مخنیوی وکړي.

تر دې دمخه پاکستان ویلي وو چې په پام کې لري له افغانستان سره پر پوله د ۲۱۳ کیلومتره په اوږدوالي خنډونه جوړ کړي. دا طرحه څو کاله مخکې د پاکستاني چارواکو له خوا وړاندې شوه وه، خو د افغان چارواکو له مخالفت سره مخ شو.

بیا ولولئ: پاکستان: UNHCR افغان کډوالو لپاره څه ډول خدمات وړاندې کوي؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله چې د ډیورنډ کرښې په نامه یاديږي په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د مارټیمر ډیورنډ او د امیر عبدالرحمن خان ترمنځ په رسمیت وپېژندل شوه. 

 

نورې ليکنې