مون ژنېور کوتل کې دوه فرانسوي ګزمه کوونکي. انځور: مهدي شبیل
مون ژنېور کوتل کې دوه فرانسوي ګزمه کوونکي. انځور: مهدي شبیل

له تېر کال راهیسې زیات شمېر مهاجر، چې ډېری یې افغانان دي، فرانسې ته د رسېدو په موخه د شپې له خوا له الپ غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې کوي. کډوال نیوز د فبرورۍ پر ۵مه دغې سرحدي سیمې ته ورغلی و.

که څه هم د شپې مهال د واورو او یخې هوا له امله له دغو غرونو څخه تېرېدل سخت دي، خو مهاجر د فرانسې د سرحدي پولیسو له وېرې خپل ژوند په خطر کې اچوي. ایټالیا او فرانسه کې د مهاجرو مدافع بنسټونه له الپ څخه تېرېدونکو مهاجرو سره مرستې کوي. دوی جامې او بوټان پرې وېشي او تر موندلو وروسته یې د بریانسون رفیوج سولیدېر مرکز ته انتقالوي. 

بیا وګورئ: ویډیو: افغان مهاجر فرانسې ته د رسېدو په موخه څنګه له الپ غرونو څخه تېرېږي؟


 

نورې ليکنې