انځور: ګوګل مپ
انځور: ګوګل مپ

د فرانسوي رسنیو په حواله نن جمعه د فبرورۍ ۱۹مه د فرانسې په سوېلي پو ښار کې د پناه غوښتنې ادارې یو چارواکی د یوه سوډاني مهاجر له خوا په چړو وژل شوی دی.

د پولیسو سرچینې وایي چې وژل شوی کس د پو ښار د اېسار کس په نامه د پناه غوښتونکو د هرکلي مرکز یا کادا مشر و. دغه ۴۶ کلن چارواکی د یوه ۳۸ کلن سوداني مهاجر تر حملې وروسته وژل شوی دی. پولیسو بریدګر نیولی دی.

د پولیسو یوې سرچینې زیاته کړې چې تر دې دمخه بریدګر د تاوتریخوالي پېښو په تړاو پېژندل شوی و او یو وار یې ان زندان ته هم تللی و. خو استخباراتي چارواکو دغه پناه غوښتونکی نه پېژانده.

سرچینې دا هم ویلي چې دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري. د لومړنیو پلټنو له مخې پېښه د ورځې په ‍۱۱ بجو رامنځ ته شوه.

د ښاروالۍ او پولیسو سرچینو زیاته کړې چې د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه د فرانسې د مهاجرت ادارې یا اوفپرا له خوا رد شوې وه.

په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په خپله ټویټرپانه لیکلي چې نن مازدیګر د دغې ادارې له کارکوونکو او دغه راز د ښار له استازو سره د کتنې لپاره پو ته ورځي.


 نوموړي د پېښې په تړاو خواشیني ښوولې او د وژل شوي کس کورنۍ او خپلوانو ته یې د تسلیت پیغام ورکړی دی.

بل پلو د پو ښاروال فرانسوا بایرو د پېرني جمهوریت له ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه پېښه «ډاروونکې» بللې ده. د پیرنې اتلانتیک د ژغورونکو په حواله د دغه مرکز یوه ۴۷ کلنه کارکوونکې د «رواني شوک» له امله روغتون ته وړل شوې ده.

د پو د پناه غوښتونکو د هرکلي مرکز د ۲۵۷ مهاجرو د ځایېدو ظرفیت لري او پناه غوښتونکو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې برابروي.

 

نورې ليکنې