انځور: د افغانستان د عدلیې وزارت ټویټر پاڼه
انځور: د افغانستان د عدلیې وزارت ټویټر پاڼه

د افغانستان د عدلیې وزارت وزیر فضل احمد معنوي وایي که له دغه هیواد څخه د انساني قاچاقو مخنیوی و نه شي، د امریکا متحده ایالات به پر افغانستان بندیزونه ولګوي.

ښاغلي معنوي چې د انساني قاچاقو د وضعیت د لیدو لپاره نیمروز ولایت ته تللی و وویل، د انساني قاچاقو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې افغانستان تېر کال درېم مقام ته ښکته شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات په پام کې لري پر هغو هیوادونو بندیزونه ولګوي چې دغه مقام یې ترلاسه کړی دی. په وینا یې: «دغه بندویزونه به د هیواد پر اقتصادي او سیاسي وضعیت منفي اغېز ولري.»

د عدلیې وزیر دا هم وویل چې انساني قاچاق یوه ډېره جدي موضوع ده او مخه یې باید ونیول شي. ده د نیمروز ولایت له چارواکو څخه وغوښتل چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي فضل احمد معنوی د انساني قاچاق د وضعیت د لیدلو لپاره له یوه لوړپوري دولتي پلاوي سره نیمروز ته سفر کړی و. دغه پلاوي کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت مرستیالان، د ملي دفاع وزارت د بشري حقونو معاون او د عدلیې وزارت د بشري حقونو مشر هم شامل وو.  

 

نورې ليکنې