له ارشیف څخه. انځور: رویترز، ګیورګوس موتافیس
له ارشیف څخه. انځور: رویترز، ګیورګوس موتافیس

پرون یکشنبه د فبرورۍ ۲۱مه ۷۷ مهاجرو د ایټالیا لامپدوسا ټاپو ته ځانونه ورسول. دا په داسې حال کې چې د تېرې شنبې په شپه د ایټالیا ساحلي ځواکونو ۴۵ تنه نور مدیترانه کې ژغورلي وو. د یو عیني شاهد په حواله ۷ کسان د ژغورنې عملیاتو پر مهال لادرکه شوي دي.

مدیترانه کې د الارم فون په نامه تېلېفوني پلتفورم کډوال نیوز ته وایي چې د تېرې جمعې په شپه د ایټالیا د ساحلي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې د لمپدوسا ټاپو په سوېلي برخه کې ۷ مهاجر مړه شوي دي.

د دغه سازمان یو ویاند زیاتوي: «د پېښې یوه عیني شاهد موږ ته وویل چې د مهاجرو بېړۍ د ژغورنې عملیاتو پر مهال نسکوره شوه، ځکه چې ځینو کسانو هڅې وکړې چې په چټکۍ له بېړیه ووځي.»

ایټالوي چارواکي بیا په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغو عملیاتو کې نږدې ۴۰ کسان ژغورل شوي دي. دوی زیاتوي چې د ساحلي ځواکونو یوې کښتۍ او یوې چورلکې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې کړې دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه عملیات په داسې حال کې ترسره شوي چې تېره پنجشنبه مدیترانه کې د مهاجرو د ګڼو کښتیو په اړه ساحلي ځواکونو ته خبرداری ورکړل شوی و.

له دغو عمیلیاتو لږ موده وروسته ۷۷ مهاجرو لمپدوسا ټاپو ته ځانونه ورسول. په تېرو څو ورځو کې دغو کسانو وار ورا هڅې کړې وې چې چارواکو ته د خپل وضعیت په اړه اطلاع ورکړي. خو د الارم فون په خبره: «نه پوهېږو چې دوی تر بندر پورې بدرګه شوي دي او یا سمندر کې ژغورل شوي.» دغه سازمان زیاتوي چې د مهاجرو د ژغورنې عملیاتو په اړه کافي معلومات نه دي موجود.

په وینا یې: «ځینې هیوادونه نه غواړي چې په چټکۍ سره له مهاجرو سره مرستې وکړي. په ځانګړې توګه مالتا د مهاجرو د ژغورنې عملیات درولي دي. له همدې کبله مهاجر اړ دي چې د شمال پر لور روان شي او ډېر وخت سمندر کې پاتې شي.»

بل لور ته سي واچ سازمان وایي چې دغو ۷۷ کسانو ایټالیا ته تر رسېدو مخکې درې ورځې سمندر کې تېرې کړې دي. یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «د ساعتونو لپاره مهاجر سمندرو کې یوازې پرېښودل د منلو نه دي او دا کار یې ژوند خطر کې اچوي.»

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال له پیله راهیسې تر ۲۹۰۰ مهاجر په کوچنیو کښتیو کې ایټالیا ته رسېدلي دي. تېر کال ۳۴‍۱۵۰ کسان د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته رسولي وو چې د ۲۰۱۹ کال پرتله زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې