کرېډېټ: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه

نن دوشنبه د فبرورۍ ۲۲مه د فرانسې د پا دو کالې په اوبو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ مهاجر نیول شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې په کوچنیو بېړیو کې ځان برتانیا ته ورسوي.

نن دوشنبه د فبرورۍ ۲۲مه د فرانسوي ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د مانش کانال په اوبو کې برتانیا ته تلونکي ۶۰ مهاجر ژغورلي دي. د ژِغورل شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.

د فرانسې شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي سمندري ځواکونو د ګرې ني د نظارت او ژغورنې سیمه ییز مرکز تر اطلاع وروسته د کالې په ۱۳ کیلومترۍ کې د مهاجرو یوه بېړۍ وژغورله چې ۲۷ کسان پکې سپاره ول. د یادې بېړۍ ماشین له کاره لوېدلی و.

په ورته مهال د اسکال په شمالي اوبو کې د مهاجرو یوه بله بېړۍ ژغورل شوې چې ۳۳ تنه پکې سپاره ول.

د فرانسې سمندري قومندانۍ زیاته کړې چې د ژغول شویو روغتیایي وضعیت ښه دی. دغه کسان کالې ته تر انتقالېدو وروسته روغتیایي چارواکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د ۲۰۱۸ له پای راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. په ۲۰۲۰ کې مهاجرو ۹۵۰۰ ځلې هڅې کړې وې چې له دې لارې برتانیا ته ځان ورسوي. تېر کال ۶ کسان دغه کانال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې تنه نور لادرکه شول.  

 

نورې ليکنې