انځور: رویترز
انځور: رویترز

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ د فبرورۍ ۲۲مه یې مانش کانال کې پر څلورو کښتیو سپاره ۴۹ مهاجر نیولي دي. دغو کسانو غوښتل چې له فرانسې څخه برتانیا ته ځان ورسوي.

له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو سره سره د مانش کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅې لا هم روانې دي. برتانوي ځواکونو تېره ورځ مانش کانال کې نږدې ۵۰ مهاجر ونیول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ وویل د سهار له خوا یې د دوو عملیاتو په ترڅ کې مانش کې ۶۰ مهاجر ژغورلي دي.

په ورته مهال د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فېلپ ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې فرانسوي ځواکونو برتانیا ته د ۷۰ سلنه مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړې چې دوی په جنورۍ میاشت کې داسې نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې یې د هغو مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې د منلو نه دي چې له امنو هیوادونو څخه یې برتانیا ته ځان رسولی دی.

تېر کال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زښت زیاتوالی راغلی و. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې کډوالو نږدې ۹۵۰۰ ځلې هڅې کړې وې چې له دې لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

سږ کال تر دې دمه د مانش له لارې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۳۱۱ کسانو ته رسېږي.

 

نورې ليکنې