اژې سمندر کې د کډوالو کښتۍ. کرېډېت: رویترز
اژې سمندر کې د کډوالو کښتۍ. کرېډېت: رویترز

د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې اژې سمندر کې یې ۹۸ مهاجر ژغورلي دي. په وینا یې د یونان ساحلي ځواکونو د دغو کسانو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې وې.

د ترکي رسنیو په حواله د دغه هیواد ساحلي ځواکونو پرون دوشنبه د فبرورۍ ۲۲مه د یونان او ترکیې ترمنځ اژې سمندر کې ۹۸ مهاجر ژغورلي دي. ویل شوي چې یوناني ځواکونو د دغو مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې وې.

د ساحلي ځواکونو پر وېب سایټ لیکل شوي چې د فبرورۍ له ۱۹ تر ۲۱ پورې ترکي ژغورونکو د ازمیر دیکیلي ښار ساحلي اوبو کې ۵۳ کسان وژغورل چې په دوو کښتیو کې سپاره ول.

دغه راز ترکي سرتېرو کوساداسي ولایت کې له هغې وروسته ۴۵ مهاجر وژغورل چې هغوی ته سمندر کې د دغو کسانو د شتون په اړه اطلاع ورکړل شوه.

ترکي چارواکو زیاته کړې چې یوناني ځواکونو دغو مهاجرو سمندر کې یوازې پرېښودلي وو او د ترکیې ساحلي اوبو پر لور یې شړلي وو.

موندل شوي مهاجر د کډوالۍ چارو سیمه ییزې ادارې ته سپارل شوي دي. 

د یونان پر وړاندې ادعاوې

ډېری مهاجر د اروپا لوېدیځو هیوادونو ته د راتګ لپاره د اژې سمندر له لارې له ترکیې څخه یونان ته ځان رسوي. تر دې دمخه ځینو سازمانونو او رسنیو یونان په دې تورن کړی و چې اژه سمندر کې یې د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي. 

اټن بیا په منظمه توګه د ترکیې پر لور د کډوالو د بېړیو د شړلو هغه ادعاوې رد کړې دي چې د الارم فون په څېر سازمانونو مطرح کړې وې.

بیا ولولئ: د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړل: د فرانتکس پر وړاندې دوسیه پرانیستل شوې

د یونان د مهاجرو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس تېره نومبر میاشت کډوال نیوز ته وویل چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړلو ادعاوې ردوي.

نوموړي زیاته کړې وه چې دوی د خپلو سرحدونو ساتنه کوي، خو دا کار د نړیوالو او اروپایي قوانینو پر اساس ترسره کېږي.

 

نورې ليکنې