له ارشیف څخه. انځور: دویچه وېله
له ارشیف څخه. انځور: دویچه وېله

د یونان روغتیایي چارواکي وایي پرون سه شنبه د فبرورۍ ۲۳مه د یونان پلازمېنې اټن په شمالي سیمه کې پروت مهاجر کمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په وینا یې پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یونان د روغتیایي چارواکو د یوې خبرپاڼې په حواله تیوا کمپ ته د ژغورونکو تر رسېدو مخکې دغه ۶ کلن کردي ماشوم مړ شوی و. تیوا کمپ د یونان پلازمېنې اټن په ۵۴ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د لومړنیو معلوماتو له مخې یوناني سرتېري له هغې وروسته کمپ ته ورغلل چې پناه غوښتونکو د تیوا د سوځېدلې برخې په محاصره کولو سره چا ته اجازه نه ورکوله چې کمپ ته نږدې شي. خو عیني شاهدانو بیا کردي سایټ پېښتي نیوز ته ویلي چې پنځه ځله یې ژغورونکو ته زنګ وهلی، خو دوی په ځنډ سیمې ته ورسېدل.

د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د یونان په لېسبوس ټاپو او شمالي سیمه کې اورلګېدنو د مهاجرو خیمې وسوځولې. خو دواړو پېښو کې چا ته زیان نه و رسېدلی.

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ژمي له رسېدو سره سم یوناني کمپونو کې د مهاجرو خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و. دغه کسان چې ډېری یې تر خیمو لاندې ژوند کوي برېښنا او مرکزګرمۍ ته د نه لاسرسۍ له امله اور بلوي او یا خپلو خیمو کې له بخاریو څخه استفاده کوي.

تېر کال د یونان د مهاجرو تر لوی کمپ موریا کې اور لګېدنه رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې تر ۱۲۰۰۰ مهاجر بې ځایه شول. دغه کمپ چې پنځه کاله مخکې جوړ شوی و تر اندازې زیات مهاجر پکې اوسېدل.

 

نورې ليکنې