لیپا کمپ. انځور: رویترز، انتونیو برونیچ
لیپا کمپ. انځور: رویترز، انتونیو برونیچ

د یوې ځایي خبریالې په حواله نن چهارشنبه د بیهاچ له یوې تشې ودانۍ څخه نږدې ۲۰۰ مهاجر د بوسنیا لیپا کمپ ته انتقال شوي دي.

له تشو ودانیو څخه د مهاجرو انتقالولو لړۍ نن چهارشنبه د سهار له خوا پیل شوه. د فرانسیسکا ګرېلمیر په نامه خبریالې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې چارواکو نږدې ۳۸۰ مهاجر لیپا کمپ ته انتقال کړي دي.

په وینا یې په لومړي سر مهاجر د کاغذو له یوې پخوانۍ فابریکې څخه و ایستل شول. ورپسې نور کسان د بیهاچ د تقاعدو پخوانۍ ادارې څخه سرویسونو کې لیپا ته انتقال شول.

لیپا کمپ چې تېره ډسمبر میاشت اورلګېدنه کې وسوځېد سلګونو مهاجرو ته د بوسنیایي ځواکونو له خوا پکې خیمې برابرې شوې دي. خو د ایټالوي سازمان کاریتاس په حواله سلګونه نور مهاجر لا هم لنډمهالو سرپناوو کې ژوند تېروي. په خبره یې د ژوند شرایط ډېر سخت دي او مهاجر روانو اوبو او تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

فرانسیسکا ګرېلمیر زیاتوي چې د بیهاچ تشو ودانیو کې داسې عملیاتونه په منظمه توګه تکرارېږي خو مهاجر بیا له لیپا څخه بېرته بیهاچ ته ځان رسوي.

تېرو څو اونیو کې د سړې هوا له امله لیپا کې د ژوند شرایط نور هم سخت شوي دي. یوه الماني ډاکټر چې یوه اونۍ یې د بوسنیا په اونا سونا کانتون کې تېره کړې وه تېره جنورۍ میاشت کډوال نیوز ته وویل، باوري دی چې هلته خلک مړه شوي دي. وروسته بیا د اس او اس بیهاچ په نامه ځایي سازمان وویل چې سیمه کې یې جسدونه موندلي دي.

د فبرورۍ پر ۱۸مه د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو کمېشنرې یلوا جوهانسون له بوسنیایي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو د هرکلي شرایطو ته دې پام وکړي. نوموړې ټینګار وکړ چې لیپا کمپ باید له سره جوړ شي.

نن سبا نږدې ۹۰۰۰ مهاجر چې ډېری یې اسیایان او افریقایان دي بوسنیا کې بند پاتې دي. دوی غواړي چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

 

نورې ليکنې

Webpack App