مهاجر په کالې ښار کې. انځور: رویترز
مهاجر په کالې ښار کې. انځور: رویترز

ډېری وختونه فرانسوي ځواکونه مانش کانال کې هغه مهاجر ژغوري چې غواړي برتانیا ته ولاړ شي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې چارواکي دغه کسان یوازې پرېښې. خو سمندري قومنداني بیا وایي چې ژغورل شویو کډوالو ته سرپناه برابروي.

هره اونۍ د مانش او شمالي سمندر قومنداني مانش کانال کې د مهاجرو د ژغورنې عملیاتو په اړه خبرپاڼې خپروي. په دغو خبرپاڼو کې ویل کېږي چې دوی په کوچنیو کښتیو کې سپاره مهاجر ژغورلي دي. د ۲۰۲۰ له پیل راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زښت زیاتوالی راغلی دی. ډېری دغه کسان د ګري نې د ژغورنې او نظارت مرکز د عملیاتو پر مهال ژغورل شوي دي.

ګري نې مرکز د مهاجرو د ژغورلو لپاره سمندر ته ګزمه کوونکي استوي. خو ساحل ته د مهاجرو تر انتقالېدو وروسته د دوی مسولیت په غاړه نه اخلي.

سمندري قومنداني په خپلو خبرپاڼو کې لیکي چې په اکثرو مواردو کې ژغورل شوي کسان «روغتیایي ژغورونکو او سرحدي پولیسو ته» سپارل شوي دي.

د سلام سازمان غړې کلېر میلو وایي: «دا یوه ښکلې جمله ده. خو رښتیا خبره دا ده چې دوی مهاجر له ډوبېدو څخه ژغوري خو وروسته بیا ورسره کومه مرسته نه کوي.»

په خبره یې ډېری وختونه چارواکي له سمندره ژغورل شوي کسان یوازې پرېښي. هغه زیاتوي: «ځینې وختونه امنیتي ځواکونه ژغورل شوي مهاجر د پولیسو قومندانۍ ته انتقالوي، خو کومه پاملرنه ورته نه کوي...»

کله چې قومنداني سازمانونو ته زنګ وهي

مهاجر بیا اړ کېږي چې له قومندانۍ څخه کالې ته ولاړ شي. کلېر میلو وایي چې کله چې مهاجر کالې ته رسېږي دوی ورسره مرسته کوي او پرې ګرمې جامې او نوشابې وېښي.

په ځینو مواردو کې هم سرحدي پولیس له سازمانونو سره تماس اخلي. کالې کې د یوتوپیا ۵۶ غړی پییر روک وایي: «دا زموږ دنده نه ده، خو ډېری وختونه سرحدي پولیس موږ ته زنګ وهي او وایي چې ایا سازمانونه غواړي د ژغورل شویو مهاجرو پسې قومندانۍ ورځي.»

همدارنګه له مانش کاناله تېرېدونکي مهاجر هم له سازمانونو سره تماس نیسي او ورته وایي چې هڅې یې ناکامې شوې دي.

نور ځای نشته

سرحدي پولیس او سازمانونه اړ دي چې ژغورل شویو مهاجرو ته د سرپناه برابرولو لپاره له سامو سوسیال سره تماس ونیسي. خو ځینې شپې سامو سوسیال کې هېڅوک هم زنګونو ته ځواب نه ورکوي.

پییر روک وایي: «تېره اونۍ نږدې ۱۰۰ مهاجرو موږ سره تماس ونیو. خو د شپې له ۲ بجو وروسته سامو سوسیال زنګونو ته ځواب نه ورکاوه. ښځو له خپلو ماشومانو سره پر سړکونو شپه سبا وکړه.»

د کالې قومنداني بیا وایي چې له سمندره د مهاجرو تر ژغورلو وروسته ژغورونکي له هغو کسانو سره مرسته کوي چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی. ځینې وختونه هم مهاجر روغتونونو ته انتقالېږي.

 سرچینه زیاتوي چې دوی پاتو کسانو ته د هرکلي په بېړنیو مرکزونو کې سرپناه برابروي. په وینا یې ۲۰۲۰ کې ۴۶۷ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. دغه راز د روان کال له پیل راهیسې ۱۴۹ مهاجرو ته دغو مرکزونو کې ځای ورکړل شوی دی.

هغه مهاجر چې نه غواړي مرکزونو ته ولاړ شي

یاده قومنداني دا هم وایي چې ځینې مرکزونه مهاجرو ته ځانګړي شوي دي. خو د پییر روک په خبره دغه مرکزونه له مهاجرو ډک دي او نور پکې ځای نشته. هغه زیاتوي: «ښایي چې کورنیو ته پکې ځای ورکړل شي، خو د مجردو نارینه و لپاره نور پکې ځای نشته.»

د کالې قومنداني بیا وایي چې ځینې مهاجر نه غواړي چې دغو مرکزونو ته ولاړ شي. دوی وایي که چېرې مهاجر مرکزونو ته له تلو ډډه وکړي نو دوه حل لارې شته: یا خوشي کېږي او یا سرحدي پولیس د دوی د اسنادو د ارزولو او دغه راز د احتمالي قاچاق وړونکو د موندلو لپاره تحقیقات ترې کوي.

تر دغې مرکې وروسته سرحدي پولیس تصمیم نیسي چې ایا مهاجر اداري توقیف خونو ته ور ولېږي که نه. 

 

نورې ليکنې