له تېرو لسیزو راهیسې میلیونونه افغانان پاکستان کې مېشت دي. انځور: ګیتي اېمېجز
له تېرو لسیزو راهیسې میلیونونه افغانان پاکستان کې مېشت دي. انځور: ګیتي اېمېجز

د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان کې د ملګرو ملتونو له خوا افغان مهاجرو ته د قانوني اوسېدو لپاره د ورکړل شویو کارتونو موده غځېدله ده.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل ویلي د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ له خوا پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ورکړل شویو کارتونو موده غځېدلې ده.

بي بي سي د ښاغلي علي خېل له قوله ویلي چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ او د پاکستان د پولو چارو وزارت ترمنځ د ګډې موافقې له مخې به د دغو پېژندپاڼو د غځېدلو لړۍ راتلونکې اپریل میاشت پیل شي.

بیا ولولئ: پاکستان: د ملګرو ملتونه اداره افغان کډوالو لپاره څه ډول خدمات برابروي؟

ښاغلي علي خېل زیاته کړې چې ټاکل شوې په یوه ورځ کې تر ۸۰۰۰ مهاجر بیا راجسټر شي. خو نوموړي نه دي ویلي چې د پېژندپاڼو موده به تر کومې نېټې پورې وغځول شي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو دی چې میلیونونه افغانان پکې له تېرو لسیزو راهیسې ژوند کوي. د پاکستان د کورینو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو نیم میلیون افغان مهاجر د پاکستان حکومت او یا د ملګرو ملتونو ادارې سره راجسټر شوي. خو په سلهاوو زره نور افغانان بې سنده دي.

بیا ولولئ: پاکستان: د بلوچستان په ایالت کې د افغان کډوالو حال

 

نورې ليکنې