انځور: ایماګو، افلو، وای ناکو
انځور: ایماګو، افلو، وای ناکو

یوروپول او یوروجست اژانسونه وایي چې فرانسه، رومانیا او مالدیو کې یې ۳۸ کسان د بهرنیو کارګرو د قاچاق په تور نیولي دي.

د اروپا د پولیسو اژانس یوروپول او د اروپا د قضایي چارو د همغږۍ ادارې یوروجست ویلي فرانسه، رومانیا او مالدېویا کې یې ۳۸ کسان د بهرنیو کارګرو د قاچاق په تور نیولي دي. په وینا یې فرانسوي چارواکو شک درلود چې دوی په انساني قاچاق کې ښکیل دي او د جعلي سندونو په جوړولو کې یې لاس لاره.

یادو ادارو زیاته کړې چې دغه کسان د فرانسوي، رومانیايي او مالدېویایي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

 یوروپول دا هم ویلي چې دغې قاچاقي ډلې د جعلي اسنادو په جوړولو سره مالدیویایي کارګر فرانسې ته انتقال کړي او دلته یې راجسټر کړي دي. خو د کارګرو اصلي پاسپورتونه یې د ضمانت په توګه ضبط کړي دي.

 یوروجست بیا ویلي چې ټولټال ۴۴ ځایونه (۱۷ په فرانسه کې، ۱۴ په رومانیا کې او ۲۰ په مالدیویا کې) یې تالاشي کړي دي. دغې ادارې زیاته کړې چې ۱۵ لوکس موټرونه او د ۱۰۰ زره یورو په ارزښت نغدي پیسې یې هم ضبط کړې دي. په وینا یې د دغو کسانو ۱۱ بانکي حسابونه هم کنګل شوي دي.

د یوروپول په حواله دغې قاچاقي ډلې غیرقانوني مهاجرو ته جعلي پېژندپاڼې او رومانیایي لایسنسونه برابرول.

یوروپول دا هم ویلي چې د قاچاق شویو بهرنیو کارګرو «د زدکړو کچه ټیټه» وه نو ځکه ترې ناوړه ګټه اخیستل اسان وو: «دوی په اونۍ کې د ۶۰ یورو په بدل کې ۵۵ ساعتونه کار کاوه.»

 دغه اروپایي اژانس زیاته کړې چې یاد «جرمي سیستم» کې د ساختماني په برخه کې لویو شرکتونو هم لاس درلود. اټکل کېږي چې یادې ډلې تر ۱۴میلیونه یورو ګټې ترلاسه کړې وي.

 

نورې ليکنې

Webpack App