کالې کې د مهاجر کمپونو د تړلو عملیات. انځور: د بشري حقونو څار سازمان ټویټر پاڼه
کالې کې د مهاجر کمپونو د تړلو عملیات. انځور: د بشري حقونو څار سازمان ټویټر پاڼه

پرون پنجشنبه د فبرورۍ ۲۵مه د فرانسې په شمالي کالې ښار کې د پولیسو د دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۶ مهاجر د مګنزیا هنګر او له روزېلیر ډګر څخه ایستل شوي دي. د چارواکو په حواله ۱۲۶ کسانو ته سرپناه برابره شوې خو ۲۰ تنه نور توقیف خونې ته استول شوي دي.

د کالې له کمپونو څخه د مهاجرو ایستل لا هم ادامه لري. پرون پنجشنبه د فبرورۍ ۲۵مه فرانسوي ځواکونو مهاجرو ته د سرپناه برابرولو دوو عملیاتو په ترڅ کې د مګنزیا له هنګر او له روزېلیر ډګر څخه ۱۲۶ کسان د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

چارواکو دغه راز ۲۰ بې سنده مهاجر ونیول او اداري توقیف خونو ته یې انتقال کړل.

د یوتوپیا ۵۶ غړی پییر کډوال نیوز ته وایي: «دغه کسان په څلور پنځو سرویسونو کې انتقال شول. خو ځینو مهاجرو یو سرویس ودراوه او بېرته کالې ته راغلل.» د نوموړي په وینا دا یوه عادي خبره ده او ځینې مهاجر بېرته روزېلیر ډګر ته ستانه شوي دي. هغه زیاتوي چې دوی د چهارشنبې په شپه پر دغو کسانو خیمې وېښلې وې.

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان چې کالې او ګراند سنت کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د سندونو د ثبتولو دنده په غاړه لري ویلي چې «ډېری مهاجر بېرته کالې ته راګرځېدلي دي». دغه سازمان د سرپناه برابرولو عملیاتو په هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «د عیني شاهدانو په حواله کډوال دې ته اړ شوي چې سرویسونو کې سپاره شي».

د کالې قومندانۍ بیا ویلي چې عملیات په ارامه فضا کې ترسره شوي دي او دوی د بولونی سور مېر محکمې د پرېکړې پر بنسټ له مګنزیا هنګر څخه مهاجر ایستلي دي.

تېر کال زرګونه ځله د مهاجرو کمپونه تړل شوي

له ۲۰۱۸ راهیسې هره دوه ورځ کې یو ځل کالې کې مهاجر کمپونه تړل کېږي. د بشري حقونو څار سازمان له مخې په ۲۰۲۰ کې زرګونه ځله د مهاجرو کمپونه تړل شوي دي.

د کالې فود کولکتیو په نامه سامان وایي چې نن سبا کالې کې نږدې ۸۵۰ کسانو پر سړکونو شپې سبا کوي. په وینا یې سلګونه مهاجر ګراند سنت ښار کې په ورته شرایطو کې ژوند کوي.

د اوبرژ دو میګران سازمان په حواله په تېرو څو اونیو کې د مهاجرو شمېر کم شوی و ځکه چې ځینې کسانې د ژمي له امله د هرکلي مرکزونو ته تللي وو، خو له څو ورځو راهیسې دوی بېرته کالې ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.

 

نورې ليکنې