پاکستانۍ کورنۍ - سارا فرید او طاها صدیقي - له ۲۰۱۸ راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
پاکستانۍ کورنۍ - سارا فرید او طاها صدیقي - له ۲۰۱۸ راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

دوی دواړو په پاکستان کې خپل ژورنالیستي فعالیتونه پیل کړي او همهلته یې له یو بل سره واده کړی دی. خو اوس له مجبورۍ په فرانسه کې اوسېږي او دلته د نوي ژوند د پیلولو لپاره زیار باسي.

د سیاسي مخالفانو کلب (The Dissident Club) هغه رستوران - بار دی چې د پاریس په ۹مه ناحیه کې دوو پاکستاني فعالانو جوړ کړی دی: سارا فرید او مېړه یې طاها صدیقي. که څه هم اوس د کورونا ویروس وبا له امله د کلب دروازه د خلکو پر مخ تړلې ده، خو کله ناکله سارا او طاها خپل رستوران - بار ته راځي او د کلب دننه یې خپل کارونه مخ ته وړي.

۴۱ کلنه سارا او ۳۶ کلن طاها دواړه له پاکستان څخه فرانسې ته راغلي دي. دوی چې پاکستان کې یې د ژورنالیسم په برخه کې کار کړی او سیاسي راپورونه یې لیکلي دي د مخالفانو کلب د جوړولو موخه دا وه چې له یوې خوا د فرانسې د کار په بازار کې ادغام شي او له بلې خوا خپلو هغو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې ورسره مینه لري.

طاها صدیقي هغه راپورونه لیکي چې د ده د ژوند په هکله لیکل شوي دي. انځور: کډوال نیوز
طاها صدیقي هغه راپورونه لیکي چې د ده د ژوند په هکله لیکل شوي دي. انځور: کډوال نیوز

طاها په پاکستان کې د اقتصاد او منجمنت په برخه کې خپلې لوړې زدکړې ترسره کړې دي. نوموړی چې په ۲۰۰۶ کې د کراچۍ له پوهنتون څخه فارغ شوی وایي په لومړي سر یې د مالي او اقتصادي کارپوه په توګه له پاکستاني ټلویزیونونو سره خپل کار پیل کړی. خو لږ وروسته یې مسیر بدل شو او له هغو مسایلو سره یې مینه پیدا شوله چې له بشري حقونو سره یې تړاو درلود. په خبره یې: «په ۲۰۱۰ کې مې له پاکستاني رسنیو سره د سیاسي خبریال په توګه کار پیل کړ. همدغه کال کې مې له سارا سره واده وکړ.»

سارا بیا د سیاسي علومو ماستره ده او د اسلام آباد قاعد اعظم پوهنتون څخه فارغه شوې ده. نوموړې په ۲۰۰۳ کې خپل ژورنالیستي فعالیتونه پیل کړل او لږ وروسته یې د عکاسې په توګه دنده شروع کړله. هغه وایي چې ډېری وختونه یې داسې عکسونه اخیستلي دي چې پاکستان کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د اقلیتونو حقونو ناوړه وضعیت ښيي.

د فوج مشر «ما ته ویل چې د پاکستان د ګټو خلاف کار کوم»

د سارا او طاها په ژوند کې له هغې وروسته بدلون راغی چې دوی له نړیوالو رسنیو سره د پاکستاني خبریالانو په توګه همکاري پیل کړه. دغه کورنۍ چې په ۲۰۱۲ کې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې اوسېدله د پاکستان د بېلابېلو مشکلاتو په هکله یې راپورونه او عکسونه خپرول.

طاها وایي: «په ۲۰۱۲ کې مې له فرانس ۲۴ ټلویزیون سره دنده پیل کړه. دغه راز له نورو انګلیسي ژبو رسنیو لکه نیویارک ټایمز، ټېلېګراف او کانادین سره مې همکاري درلوده. خو دومره پوهېدم چې پاکستاني فوج ما پسې ګرځي. دوی به مې کار په منظمه توګه تعقیباوه، زنګونه به یې وهل، ما ته به یې ویل چې باید د پاکستان په ګټه کار وکړم.»

د ګواښونو سربېره طاها د خپلو ژورنالیستي څېړنو په پایله کې وموندله چې پاکستاني فوج له افراطي ډلو لکه د سنیانو افراطي ډلو، د کشمیریانو افراطي ډلو او له افغان طالبانو سره اړیکه لري. نوموړي د خپلو څېړنو لپاره افغانستان او بلوچستان ته یې هم سفرونه وکړل.

هغه په ۲۰۱۳ کې دې ته اړ شو چې د فوج قرارګاه ته ولاړ شي او له جنرال قمر جاوید باجوا سره وویني. په وینا یې: «ما ته یې وویل چې د پاکستان د ګټو خلاف کار کوم او باید خپلې کورنۍ ته پام وکړم.»

فرانسوۍ ورځپاڼه کې د طاها صدیقي په اړه لیکل شوی مطلب. انځور: کډوال نیوز
فرانسوۍ ورځپاڼه کې د طاها صدیقي په اړه لیکل شوی مطلب. انځور: کډوال نیوز

«سنتي ټولنو کې ښځې تل له ګواښ سره مخ دي»

د طاها ښځه سارا بیا وایي چې که څه هم هغه چا په مستقیمه توګه ګواښ نه ده کړې، خو سنتي ټولنو کې ښځې تل له ګواښونو سره مخ دي.

په وینا یې: «ما د ښځو د حقونو په برخه کې کار کاوه، له مذهبي اقلیتونو سره د ناوړه چلند په اړه مې فعالیتونه کول، نو ځکه ستونزې ډېری وې. دوی به ویل چې زه جاسوسه یم. ویل به یې چې ولې د جنسي تېري او یا جنسي ځورونې په هکله کار کوم. ما به ویل چې دا یو ټولنیز واقعیت دی.»

«د کورنیو چارو وزیر وویل چې باید د فوج له مشر څخه بخښنه وغواړم»

په ۲۰۱۸ کې کله چې طاها غوښتل د یو کاري سفر لپاره لنډن ته ولاړ شي، د هوایي ډګر پر لاره یې دوه موټرونه مخه ونیوله. په خبره یې: «زه په تکسي کې سپور وم. له دوو موټرونو څخه تر لسو ډېر کسان راښکته شول. زه هم له تکسي نه راښکته شوم، ورته مې وویل چې زه طاها یم. دوی ووهلم. تکسي ته یې واچولم او تکسي چلوونکی یې له تکسۍ څخه را وایست.»

طاها بالاخره د یوې نه تړل شوې دروازې له لارې له تکسۍ نه تښتي او په ډېره سختي ځان د پولیسو قومندانۍ ته رسوي. نوموړی هلته د پاکستاني فوج پر ضد شکایت درج کوي.

لږ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر حسن اقبال له طاها سره د مرکې په ترڅ کې ورته وایي چې باید له جنرال قمر جاوید باجوا سره وګوري او بخښنه ترې وغواړي.

نوی کور، نوی ژوند

سارا، طاها او کوچنی زوی یې د ۲۰۱۸ په فبرورۍ میاشت کې فرانسې ته راغلل. په لومړي سر یې نه غوښتل چې اروپا کې پاتې شي، خو پاکستان کې د موجودو ګواښونو له امله یې پاریس کې د پناه غوښتنه وکړه او دلته یې نوی ژوند پیل کړ. دوی وایي چې کله چې پاکستان کې اوسېدل له ګڼو فرانسوي او اروپایي خبریالانو سره یې تماس درلود، د همدې کبله پاریس کې د کور او کار موندلو په برخه کې له زیاتو سختیو سره مخ شوي نه دي.

سارا فرید او مېړه یې د مخالفانو په کافه کې. انځور کډوال نیوز
سارا فرید او مېړه یې د مخالفانو په کافه کې. انځور کډوال نیوز

د سیاسي مخالفانو کلب چې په ۲۰۲۰ کې پرانیستل شوی دی داسې یو رستوران - بار دی چې د بېلابېلو هیوادونو سیاسي مخالفینو پکې راغونډېږي او د سیاسي مسایلو په اړه بحث کوي.

سارا وایي: «د بېلګې په توګه موږ تېر کال تبعید کې د مسلمانو ښځو د ازادیو په هکله بحث وکړ. بحث کې یوې یمنۍ، سوریایۍ، ایرانۍ او ما ګډون کړی و. په دې اړه مو بحث وکړ چې مثلاً په فرانسه کې موږ له کومو ازادیو څخه برخمنې یو او خنډونه کوم دي.»

که څه هم دغه کلب د کورونا ویروس وبا له امله د خلکو پر مخ تړل شوی دی، خو سارا او طاها تصمیم نیولی چې په انلاین توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او هره اونۍ نوي انلاین بحثونه جوړ کړي.

«د راتلونکي لپاره ګڼو پروژو لرو»

سارا وایي چې په ورته مهال د تبعید د اتلیې (Atelier des artistes) په نامه سازمان غړې ده او هلته په یوه کوټه کې له نورو هنرمندانو سره خپل هنري فعالیتونه مخ ته وړي.

تر دې دمخه نوموړې د عکاسۍ نندارتونونه هم جوړ کړي. هغه د الجزیرې، فارین پالیسۍ او واشنګتن پوست رسنیو سره د همکاریو سربېره د مهاجرو مدافع بنسټ ارمې دو سالو سره هم همکاري کوي.

سارا خپله اتلیه کې. انځور: کډوال نیوز
سارا خپله اتلیه کې. انځور: کډوال نیوز

همدارنګه طاها سیانس پو پوهنتون کې د ژورنالیزم درس ورکوي او ځینو رسنیو ته د سیاسي کارپوه په توګه تحلیلونه لیکي. دغه پاکستانۍ کورنۍ وایي چې د راتلونکو لپاره نورې پروژې هم لري.

دوی غواړي چې خپل کلب کې د «ملاتړ پخلنځي» په نامه پروګرام په چوکاټ کې مهاجرو، محصلینو او بې وزلو کسانو ته د کمو پیسو په بدل کې خواړه ورکړي. بله پروژه یې دا ده چې د خپل کلب برند جوړ کړي. خو د طاها او سارا په حواله دغه برند باید «سیاسي پیغام» ولري. دوی دواړه وایي چې د ژوند د ناملایماتو سربېره خوشبینه دي او د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

 

نورې ليکنې