د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه
د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه

په تېرو درېو ورځو کې د فرانسې ساحلي ځواکونو او ژغورونکو د مانش کانال له اوبو څخه نږدې ۷۰ مهاجر ژغورلي دي. ژغورل شویو کې یوه حامله ښځه، یو نوی زېږېدلی او یو ۴ میاشتنی ماشوم هم دي.

د له وا دو نور ځایي ورځپاڼې په حواله فرانسوي ژغورونکو پرون یکشنبه د فبرورۍ ۲۸مه د فرانسې شمالي دنکرک ښار ته نږدې یوه پخوانی نظامي پټځای کې ۳۱ مهاجر ژغورلي دي. ژغورل شویو کې یوه حامله ښځه، یو نوی زېږېدلی او یو څلور میاشتنی ماشوم هم دي.

د راپور له مخې نږدې ۱۵ کسان چې له بېلابېلو هیوادونو سره تړاو درلود او د سړې هوا له کبله ناروغ شوي وو د سیمې روغتونو ته انتقال شول.

پاتي مهاجر سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

چارواکو زیاته کړې چې دغو مهاجرو د یوې کښتۍ رسېدو ته انتظار کاوه او غوښتل یې چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

بیا ولولئ: مانش کانال: له سمندره د ژغورل شویو مهاجر برخلیک څه کېږي؟

مانش کانال کې ۵۱ تنه نور ژغورل شوي

بل پلو د کالې ښار سرتېرو بولونی سور مېر سیمې ته نږدې ۲۵ هغه مهاجر نیولي چې هڅه یې کوله یې برتانیا ته تلونکې کښتۍ ته سپاره شي. دوی غوښتل چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

د فرانسې ساحلي ځواکونو دغه راز د شنبې او جمعې په ورځو ۱۶ مهاجر وژغورل چې برتانیا ته یې تلل غوښتل.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په حواله د تېرې شنبې په ورځ ۱۱ مهاجر بولونی سور مېر ته نږدې ویمرو اوبو کې وژغورل شول. دغه راز ۵ تنه نور د پنجشنبې په شپه کالې کې ژغورل شوي ول.

یاده قومندانۍ زیاتوي چې ژغورل شوي مهاجر ساحل ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د فرانسوي چارواکو په حواله تېر کال مهاجرو ۹۵۰۰ ځله هڅې کړې وې چې کوچنیو کښتیو کې له مانش کاناله څخه تېر شي چې د ۲۰۱۹ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې په ۲۰۲۰ کې لږترلږه ۸۴۰۰ کسانو د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته ځان رسولی دی.  

 

نورې ليکنې