زیبروګ بندر. انځور: رویترز، فرانسوا لونوار
زیبروګ بندر. انځور: رویترز، فرانسوا لونوار

د بلجیم د لویدېځ فلاندرز څارنوالي وایي چې پرون دوشنبه د سهار له خوا یې زیبروګ بندر کې کانتینر کې پټ ۸ مهاجر ژغورلي دي. دغو مهاجرو له چارواکو سره تماس نیولی و او د خپل وضعیت په اړه یې ورته اطلاع ورکړې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې د دغو کسانو د ژغورنې عملیات له هغې وروسته پیل شول چې مهاجرو له چارواکو سره تماس ونیوه. د ژغورنې عملیاتو پر مهال د بندر د یوې برخې فعالیتونه ودرول شول. چارواکو بیا د کانتینر تر موندلو وروسته یاد مهاجر وژغورل.

د موندل شویو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.

ویل شوي چې دغه کسان رېل ګاډي کې بند کانتینر ته ختلي وو او د بلجیم زیبروګ بندر ته یې ځان رسولی و. سرچینو یې هویت نه دی په ډاګه کړی. 

۸ کسان یخچالي لارۍ کې

دا په داسې حال کې دی چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه بلجیمي چارواکو یوه ورته پېښه کې له فرانسې نه برتانیا تلونکې لارۍ کې ۸ مهاجر موندلي ول. دغه لاري د بلجیم زیبروګ بندر کې درول شوې وه.

د بلجیمي رسنیو په حواله مهاجرو یخچالي لارۍ کې د سا اخیستو ستونزې سره مخ شوي وو. دوی د ایران او عراق اتباع وو.

د یادولو ده چې د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې لنډن ښار ته نږدې یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل شول. دغه لارۍ د بلجیم له زیبروګ بندر څخه برتانیا ته تللې وه. 

 

نورې ليکنې