د فرانسې استراسبورګ ښار کې د اروپا د بشري حقونو محکمه. انځور: پېکسابي
د فرانسې استراسبورګ ښار کې د اروپا د بشري حقونو محکمه. انځور: پېکسابي

د اروپا د بشري حقونو محکمې پرون سه شنبې د مارچ ۲مه هنګري په دې تورنه کړه چې په ۲۰۱۷ کې یې د یوې مهاجرې کورنۍ له انساني حقونو څخه سرغړونه کړې ده. د محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې هنګریایي چارواکو د څلورو میاشتو لپاره د دغه کورنۍ پر پلار د خوړو وېشل بند کړي وو.

دغه کورنۍ چې ۳ ماشومان لري په ۲۰۱۷ کې هنګري کې د پناه غوښتنه کړې وه. د کورنۍ غړي لومړی د هنګري د ترانزیت زون په ۱۳ متر مربع کانتینر کې اوسېدل، خو کله چې د یادې کورنۍ د ځینو غړو د هیپاتیټ بي ازموینو پایلې مثبتې را وختلې، چارواکو یو بل کانتینر کې تجرید کړل.

د اروپا د بشري حقونو محکمه په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي چې د دغې کورنۍ پلار د درېم ځل لپاره هنګري کې د پناه غوښتنه کړې وه چې له امله یې چارواکو پر هغه د خوړو وېشل بند کړي وو. نوموړي به کثافتدانیو ته اچول شوې ډوډۍ خوړلې.

محکمې دا هم ویلي چې د اروپا د بشري حقونو کمیسون د دریمې مادې له مخې «له انسانانو سره غیرانساني او د کرامت خلاف چلند» ممنوع شوی دی. په وینا یې دغه سړي چې مناسبو خوړو ته یې لاسرسی نه درلود له ترانزیت زون څخه یې د وتلو اجازه نه لرله.

همداشان محکمې د کورنۍ د ماشومانو د کمو عمرونو او د مور د خراب روغتیایي وضعیت پر بنسټ پرېکړه کړې چې ورسره هم غیرانساني او د انساني کرامت خلاف چلند شوی دی.

پرېکړې قانوني بڼه نه لرله

خبرپاڼه کې راغلي: «د دغې کورنۍ اوسېدو ځای کې هوا ګرمه وه او بسترونه د ماشومانو لپاره مناسب نه وو. دغه راز دوی مناسبو روغتیایي او رواني خدماتو ته لاسرسی نه درلود. د خبرپاڼې له مخې په ځینو مواردو کې د کورنۍ د مور د نسایي معایناتو پر مهال سرتېرو معاینه خانه کې شتون درلود.»

قاضیانو زیاته کړې چې له مهاجرو سره ورته چلند د انساني حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي او د دغې کورنۍ بندي کولو پرېکړې هېڅ ډول قانوني بڼه نه لرله. همدارنګه دوی د «قضایي ارګانونه پر نشتوالي» نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دې نیمګرتیاوې له امله دغې کورنې ترانزیت زون کې اوږده موده تېره کړې او د دوی د دوسیو په ارزولو کې هم ځنډ راغلی دی.

د محکمې د پرېکړې پر بنسټ هنګري اړه ده چې د یادې کورنۍ هر یو ماشوم ته ۴۵۰۰ یورو او پلار او مور ته یې ۶۵۰۰ یورو ورکړي. 

تر دې دمخه هنګري څو ځله د اروپايي ټولنې محکمې له لوري اروپا کې د پناه غوښتنې د قوانینو د سرغړونې له امله غندل شوې ده. تېره ډسمبر میاشت د اروپايي ټولنې محکمې د دغه هیواد د کډوالۍ سیاست محکوم کړی و. همدارنګه یادې محکمې تېره می میاشت د صربستان سره پر پوله «ترانیزیتي سیمو» سره د کډوالو کمپونو کې د دوی له حقونو د سرغړونې حکم کړی و او له دغه کمپ څخه د کډالو د آزادولو غوښتنه يي کړې وه.

 

نورې ليکنې