انځور: رویترز
انځور: رویترز

فرانسوي چارواکي وایي تېره سه شنبه مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ تر نسکورېدو وروسته ۳ کسان ژغورل شوي، خو یو کم عمر لرونکی مهاجر لادرکه دی. بل لور ته د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي تېره سه شنبه د مارچ میاشتې ۲مه د دغه هیواد ساحلي ځواکونو مانش کانال کې ۶۶ مهاجر نیولي دي چې په ۴ کوچنیو بېړیو کې سپاره ول.

د مهاجرو یوه کښتۍ چې څلور کسان پکې سپاره ول د تېرې سه شنبې په شپه مانش کانال کې نسکوره شوه. د یوه عیني شاهد په حواله دغه کښتۍ کې سپاره درې کسان ژغورل شوي دي خو یو کم عمر لرونکی سوډانی مهاجر تر دې دمه لادرکه دی. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال نږدې لس کسان مانش کانال کې مړه شوي دي.

د نور لیتورال سایټ په حواله دغه مهاجر چې لامبو یې نه وه زده له درېو نورو کډوالو سره یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپور و. د بولونی سور مېر څارنوال پاسکال مارکونویل له مخې دوی له سنګات ساحل څخه د برتانیا پر لوري خپل سفر پیل کړی و.

چارواکو دوه کسان روغتون ته انتقال کړي دي. درېم کس د چهارشنبې په سهار د کالې ساحل کې موندل شوی دی. د څارنوال په حواله دغه مهاجر یو کم عمر لرونکی سوډانی دی چې په لامبو سره یې ځای ساحل ته رسولی و خو د بدن د حرارت درجه یې راټیټه شوې وه. هغه هم روغتون ته انتقال شوی دی.

بیا ولولئ: مانش کانال: له سمندره د ژغورل شویو مهاجر برخلیک څه کېږي؟

نوموړي ژغورونکو ته ویلي چې یو څلورم مهاجر لادرکه دی. فرانسوي ژغورونکي په دې اند دي چې ښایي څپو یاد مهاجر د بلجیم او هالنډ اوبو ته وړلی وي.

برتانوي ځواکونو مانش کې ۶۶ مهاجر نیولي

بل لور ته د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي د دغه هیواد سمندري ځواکونو تېره سه شنبه مانش کانال کې پر څلورو کښتیو سپاره ۶۶ مهاجر نیولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې فرانسوي چارواکو بیا مانش کانال کې د هغو ۲۲ مهاجرو مخه نیولې ده چې غوښتل یې د سمندر له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

برتانوي چارواکي وایي چې سږ کال تر دې دمه نږدې ۵۸۷ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د فرانسوي چارواکو په حواله تېر کال مهاجرو ۹۵۰۰ ځله هڅې کړې وې چې کوچنیو کښتیو کې له مانش کاناله څخه تېر شي.

د یادولو چې تېره اونۍ د فرانسې ساحلي ځواکونو او ژغورونکو د مانش کانال له اوبو څخه نږدې ۷۰ مهاجر ژغورلي وو. ژغورل شویو کې یوه حامله ښځه، یو نوی زېږېدلی او یو ۴ میاشتنی ماشوم هم وو.

لږ مخکې د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فېلپ ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې فرانسوي ځواکونو برتانیا ته د ۷۰ سلنه مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړې چې دوی په جنورۍ میاشت کې داسې نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې یې د هغو مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې د منلو نه دي چې له امنو هیوادونو څخه یې برتانیا ته ځان رسولی دی.

 

نورې ليکنې