آرشيف انځور ـ Crédit : Sea Watch / Twitter
آرشيف انځور ـ Crédit : Sea Watch / Twitter

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي چي په لسونو افريقايي مهاجر د قاچاق وړونکو له خوا به زور له کښتۍ اوبو ته غورځول سوي دي.

د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي پېښه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ دريمه) رامنځته سوې ده. د خبره له مخي داسي بيري سته چي ګواکي په لسونو مهاجر د هغه وروسته مړه سول، کله چي په جيبوتي کي د قاچاق وړونکو له خوا له کښتۍ په زور وغورځول سول. دغو افريقايي مهاجرو غوښتل چي سعودي عربستان ته ځان ورسوي او هلته کار او زورګار پيدا کړي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان وياندې، ايون ندېګې ويلي چي په يوه کښتۍ کي ۲۰۰ مهاجر سپاره ول چي د شپې په دوې بجې يې خپل سفر له جيبوتي څخه پېل کړ.

د ژوندي پاته سوو مهاجرو په وينا د سفر له پيل څخه لږ وخت وروسته قاچاق وړونکو وويل چي په کښتۍ کي تر اندازې زيات کسان سپاره دي او له دې کبله يې لږ تر لږه ۸۰ مهاجر له کښتۍ څخه وغورځول. دا معلومات ايون نديګي ورکړي دي. د مهاجرت د نړيوال سازمان د دغې وياندې په وينا تر اوسه پوري د ۵ مهاجرو مړي له اوبو را ايستل سوي دي.

له جيبوتي څخه عموما داسي کسان د ابولو له لاري د مهاجرت کوښښ کوي چي له ايتوپيا او سوماليا سره تړاو لري او و سعودي عربستان يا عربي اماراتو ته د کار او روزګار په تلاښ ځان رسول غواړي.

بعضي وختونه د يمن مهاجر هم کوښښ کوي چي له دغي لاري و سعودي ته ځان ورسوي ځکه چي د کرونا پاندمي له کبله هلته سفري محدوديتونه پر ځای پاته دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې