د فبرورۍ په ۱۷ هم له لسبوس څخه مهاجر هانور ته راوستل سوي ول | Source: IOM Greece Twitter feed @IOMGREECE
د فبرورۍ په ۱۷ هم له لسبوس څخه مهاجر هانور ته راوستل سوي ول | Source: IOM Greece Twitter feed @IOMGREECE

د آلمان ائتلافي حکومت يو کال تر مخه وويل چي له يونان څخه به مهاجر ومني تر څو پر يونان فشار کم سي. له هغه راهيسي له يونان څخه آلمان ته ۲۰۶۰ مهاجر راوستل سوي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ دريمه) وويل چي له يونان څخه د آلمان و هانوور هوايي ډګر ته د ۱۰۶ مهاجرو يوه بله ډله ورسېدله. د وزارت په وينا په دغو کي اکثريت د هغو مهاجرو دی چي عمرونه يې کم دي. دا خبر د پروتسانت خبري آژانس له خوا ورکول سوی دی.

په يونان کي واقع مهاجر کمپونو کي د زياتو ستونزمنو حالاتو له کبله د آلمان ائتلافي حکومت يو کال تر مخه اعلان کړی ؤ چي يو شمير مهاجر به له يونان څخه ومني او آلمان ته به يې را انتقال کړي.

د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۰مه نېټه د آلمان د ائتلافي حکومت جرګه ګي فيصله وکړه چي له يوناني ټاپوګانو څخه به ماشوم مهاجر آلمان ته راولي. د اپريل په مياشت کي د دغو مهاجرو د انتقال پروسه پېل سوه. د تير کال په دوبي کي دغه پروګرام لا پراخ کړل سو او د ماشوم لرونکو کورنيو تر څنګ هغه مهاجر هم پکښي شامل کړل سول چي په عاجله توګه طبي درملنې ته اړتيا لري.

د آلمان حکومت د لسبوس ټاپو په موريا کمپ کي د اور لګېدني وروسته د لا زياتو مهاجرو د منلو ژمني وکړې. په دغو کي د ۱۵۰۰ هغو مهاجرو د راوستلو ژمنه هم شامله وه چي په يونان کي يې مهاجرت قبول سوی دی.

د آلمان حکومت تر اوسه په ټوليزه توګه له يونان څخه د ۲۷۰۰ مهاجرو د اخيستلو ژمني کړي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې