آرشيف انځور ـ د ايران او ترکيې سرحد
آرشيف انځور ـ د ايران او ترکيې سرحد

د ترکيې پوليسو له يوې لارۍ موټر څخه ۱۱۴ مهاجر ژغورلي دي چي په کوچني ځای کي سره اچول سوي ول.

د ترکيې په ختيځ کي د هغه وروسته په يوه لارۍ موټر کي ۱۱۴ انسانان وموندل سول، کله چي يوه ترافیکي حادثه رامنځته سوه. د ځايي خبري آژانس د خبر له مخي په لارۍ موټر کي د موندل سوو کسانو تړاو د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش سره دی.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي هغې لارۍ چي پکښي په ياد شمير ماجر پکښي اچول سوي ول، د ايرکيس په سيمه کي يې يو ۷۴ کلن شخص وواهه. دا هغه وخت کله چي دغه سپينږري غوښتل د سړک هغه بلي خوا ته واوړي.

پوليسو وروسته په دغه لارۍ کي مهاجر وموندل. د دغې لارۍ څخه په اخيستل سوې ويډيو کي ليدل کيږي چي ډېر کوچني ځای کي ياد شمير مهاجر سره تخته يا ځای کړل سوي ول.

د (DHA) خبري آژانس د خبر له مخي د کشف کيدو وروسته مهاجر د اړونده ايالت د مهاجرو ادارې ته وروستل سول.

په ټکر کي ژوبل سوي ۷۴ کلن سړي وروسته په روغتون کي د خپلو شديدو ټپونو له کبله ساه ورکړه. ويل سوي چي د لارۍ موټل چلونکی نيول سوی دی.

د ترکيې د وان دغه ايالت د ايران سره سرحد لري. زيات وختونه له ايران څخه مهاجر د ترکيې دغې سيمي ته راځي چي بيا وروسته و اروپا ته د ځان رسولو هڅه وکړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې