د منیل املو اداري توقیف خونه. انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز. د ۲۰۱۹ د اپریل ۲۶
د منیل املو اداري توقیف خونه. انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز. د ۲۰۱۹ د اپریل ۲۶

اداري توقیف ځای، د انتظار زون... فرانسه کې د بې سنده بهرنیانو د ازادیو د سلب ځایونه کوم دي؟ کډوال نیوز د دغو ځایونو لېست جوړ کړی. بې سنده بهرنیان په کومو حالاتو کې په کومو ځایونو کې ساتل کېږي؟ څومره وخت به یې هلته تېروي؟ حقونه یې څه دي؟

اداري توقیف خونې (CRA)

هغه بهرنیان اداري توقیف خونو کې ساتل کېږي چې ټاکل شوې د فرانسې له خاورې څخه اخراج شي.

دغه کسان اداري توقیف خونو ته لېږدول کېږی:

  • هغه بې سنده مهاجر چې د فرانسې د خاورې د پرېښودلو سند (OQTF) او یا فرانسې ته د راتګ د منع سند (IRTF) یې ترلاسه کړی دی. دغه سندونه د پولیسو قومندانۍ له خوا بهرنیانو ته ورکول کېږي.
  • دوبلیني مهاجر. دغه کسان هغو هیوادونو ته لېږدول کېږي چې د دوی د دوسیو د ارزولو صلاحیت ولري.
  • هغه کسان چې مهاجرتي اسناد یې ترلاسه کړي – مثلا د ایټالیا اقامه – خو فرانسه کې یې اداري وضعیت سم نه دی، د شېنګن زون هغو هیوادونو ته لېږدول کېږي چې مهاجرتي اسناد یې پکې ترلاسه کړي دي.
  • د قاضي له خوا محکوم شوي مهاجر (د جرم د ارتکاب له امله). دوی د فرانسې خاورې ته د داخلېدو د منع سند ترلاسه کړی دی.

دغه بهرنیان اداري توقیف خونو کې ۹۰ ورځې تېروي.

اداري توقیف خونې د سرحدي پولیسو له خوا اداره کېږي. ځینې توقیف خونې – لکه منیل املو او یا ونسن – د سلګونو بهرنیانو د ځایېدو ظرفیت لري.

نارینه، ښځې او ماشومان دغو توقیف خونو کې ساتل کېږي.

بهرنیان په توقیف خونو کې سازمانونو، ډاکټر، د اوفي ادارې او د اوفپرا کارکوونکو ته لاسرسی لري.

سازمانونو وار وار توقیف خونو کې د بهرنیانو د ژوند پر شرایطو نیوکې کړې دي. ډېری وختونه بهرنیان توقیف خونو کې د نه خوړو اعتصاب او یا د ځانوژنې هڅې کوي.

اداري توقیف ځای (LRA)

اداري توقیف ځایونو کې هغه بهرنیان ساتل کېږي چې ټاکل شوې له فرانسې څخه اخراج شي. د انافې په نامه د مهاجرو سره د مرستې سازمان غړې شارلېن کوارتو سایز وایي چې اداري توقیف ځایونه وړوکي دي.

بهرنیان ۴۸ ساعته توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.

اداري توقیف ځایونه په معموله توګه کوچنيو ښارونو کې موقعیت لري. د سیماد سازمان غړې متیلد ګودوا وایي: «بهرنیان هغه وخت توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي چې مثلاً توقیف خونو (CRA) کې تش ځای نه وي موجود او یا توقیف خونو ته د مهاجرو استول زیات وخت ونیسي.

بیا ولولئ: سازمانونه وایي اداري توقیف ځایونه یا د «اخراج ماشینونه» باید وتړل شي

اداري توقیف ځایونو کې بهرنیان له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن نه دي. د بېلګې په توګه، توقیف ځایونو کې د مهاجرو ملاتړ سازمانونه نشته.

نارینه، ښځې او ماشومان توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.

توقیف ځایونه د قومندانیو د فرمان پر اساس پرانیستل کېږي.

د انتظار زون (ZA)

د انتظار زونونه یوازې د فرانسې په سرحداتو کې موقعیت لري. هغه بهرنیان د انتظار زونونو کې ساتل کېږي چې فرانسې ته د ننوتلو لپاره یې ټول شرایط نه وي پوره کړي.

که چېرې دغه کسان پاسپورت، ویزې او یا کافي پیسې و نه لري له اوسېدو ځای (مثلاً په هوټلونو کې) او یا له روغتیایي بیمې څخه بې برخې کېږي...

د انتظار زونونه یوازې د فرانسې په ساحلي بندرونو، هوایي ډګرونو او د اورګاډي تمځیو کې موقعیت لري او د فرانسې د سرحدي پولیسو، ژاندارمرۍ، ملي پولیسو او یا د ګمرکاتو کارکوونکو تر ادارې لاندې دي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه په سختۍ سره له هغو بهرنیانو سره تماس نیولی شي چې اداري زونونو کې بند پاتې دي.

بهرنیان انتظار زونونو کې ۲۶ ورځې تېروي.

انتظار زونونو کې بېلابېل حالتونه:

  • بهرنیانو ته د هغوی د اسنادو تر ارزولو وروسته اجازه ورکول کېږي چې فرانسې ته داخل شي.
  • بهرنیان هغو هیوادونو ته لېږدول کېږي چې د مبدا هیوادونو په توګه پېژندل کېږي. په داسې حالت کې ورته فرانسې ته د داخلېدو د منع سند ورکول کېږي.
  • بهرنیان فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي.

پولو کې د پناه غوښتنې پروسه له عادې پروسې سره توپیر لري. سرحدي پولیس د بهرنیانو د پناه غوښتنه ثبتوي او د کورنیو چارو وزارت ته یې لېږي. حکومت بیا پرېکړه کوي چې بهرنیان فرانسې ته د داخلېدو حق لري که نه. که ځواب یې مثبت وي بهرنیان فرانسې ته داخلېدلی شي، خو مانا یې دا نه ده چې د پناه غوښتنه یې منل شوې. دوی حق لري چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

نارینه، ښځې او کم سنه مهاجر انتظار زونونو کې ساتل کېږي.

  • لنډمهاله انتظار زون: که چېرې انتظار زونونو کې نور ځای نه وي موجود، چارواکي لنډمهاله انتظار زون پرانیزي.

د انافې سازمان غړې امیلي پسلیې وایي: «لنډمهاله انتظار زون هغه وخت پرانیستل کېږي چې مثلاً په یوه بېړۍ کې ۱۰ کسان فرانسې ته رسېدلي وي.»

  • زاپي: دا د پاریس د شارل دو ګول هوایي ډګر د انتظار زون چې ورته زاپي ۳ هم ویل کېږي.

د سرپناه ورکولو لپاره ځایونه (Locaux de mise à l'abri)

فرانسه کې د سرپناه ورکولو لپاره دوه ځایونه شته چې دواړه یې د فرانسې او ایټالیا پر پوله مون ژنېور او مانتون سیمو کې موقعیت لري او د سرحدي پولیسو له خوا اداره کېږي.

دا هغه ځایونه دي چې ورته د انتظار زون نه ویل کېږي ځکه چې ساحلي بندرونو، د رېلو تمځیو او هوایي ډګرونو کې موقعیت نه لري.

د سرپناه ورکولو لپاره ځایونه وړوکي دي او د سرحدي پولیسو قومندانیو ته نږدې موقعیت لري.

هغه بهرنیان په دغو ځایونو کې ساتل کېږي چې فرانسې ته د داخلېدو لپاره یې ټول شرایط نه وي پوره کړي. دوی معمولاً د الپ غرونو له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي او ورپسې مبدا هیوادونو ته لېږدول کېږي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه دغو ځایونو ته لاسرسی نه لري. دوی وایي چې ډېری وختونه مون ژنېور او مانتون کې د پناه غوښتنې له حق څخه سرغړونه کېږي.

بندي خانې

هغه بهرنیان چې بې سنده دي او جرم یې کړی د محکمې له خوا محکوم کېدلی شي. دوی د فرانسې بندي خانو ته استول کېږي.

بې سنده بهرنیان په معموله توګه د بند مودې تر پوره کولو وروسته له فرانسې څخه اخراجېږي.

 

نورې ليکنې