انځور: مهدي شبیل، کډوال نیوز
انځور: مهدي شبیل، کډوال نیوز

د فرانسې د پولیسو د نظارت ادارې ویلي چې د یوې عراقۍ ښځې د ماشوم د مرګ په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تېر کال دغې حاملې ښځې غوښتل چې له نورو مهاجرو سره د مانش کانال له لارې برتانیا ته ولاړه شي، خو پولیسو ونیوله چې په پایله کې یې ماشوم مړ شو. نوموړې بیا د پولیسو د نظارت ادارې ته شکایت ثبت وکړ.

د فرانسوي رسنیو په حواله د فرانسې د پولیسو د نظارت ادارې د یوې عراقۍ ښځې د ماشوم د مړینې په تړاو دوسیه پرانیستې ده. د فرانسې د پا دو کالې قومندانۍ په خبره دغه مېندواره ښځه چې تېره سپټمبر میاشت یې غوښتل برتانیا ته ولاړه شي له هغې وروسته یې خپل ماشوم له لاسه ورکړ چې د پولیسو له خوا ونیول شوه.

نوموړې بیا د خپل ماشوم د مړینې په تړاو د پولیسو د نظارت ادارې ته شکایت ثبت کړ.

پرون چهارشنبه د پا دو کالې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغې قضیې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

«د ژغورنې له قواعدو سرغړونه»

بل پلو فرانس بلو د بولونی سور مېر څارنوال پاسکال مارکونویل له قوله ویلي چې د پولیسو د نظارت ادارې «د ژغورنې له قواعدو څخه د سرغړونې» په اړه دوسیه پرانیستې ده.

د پا دو کالې قومنداني زیاتوي چې فرانسوي سرتېرو دغه ښځه د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲مه اوا ساحل کې له هغې وروسته ونیوله چې نوموړې غوښتل له ۱۸ نورو عراقیانو سره په یوه کوچنۍ کښتۍ کې برتانیا ته ولاړه شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې سرتېرو د دغو مهاجرو تر موندلو وروسته له سرحدي پولیسو سره تماس ونیو. د سرحدي پولیس ځواکونه بیا سیمې ته ورغلل او له ځینو مهاجرو یې تحقیقات وکړل.

خطرناک سفر

د خبرپاڼې له مخې «هغه مهال مهاجرو کومه خاصه ستونزه نه درلودله. دوی ټول خوشي شول او ورته وویل شو چې له ساحله لرې شي. لږ وروسته د پولیسو یوې بلې ډلې یاد مهاجر ودرول. یوې ښځې پولیسو ته وویل چې د زېږولو وخت یې را رسېدلی دی. پولیسو بیا ډېر ژر روغتیایي ژغورونکو ته اطلاع ورکړه.»

د قومندانۍ په حواله دغه مېندواره ښځه روغتون ته یووړل شوه، خو «له بده مرغه» یې خپل ماشوم له لاس ورکړ. سرچینه زیاتوي چې دا غمجنه پېښه ښيي چې په کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال څخه تېرېدل خطرناک دي.

یادې قومندانۍ زیاته کړې چې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲مه ۵۹۲ مهاجرو ۴۱ ځله له مانش کاناله د تېرېدو لپاره هڅې کړې وې.

 

نورې ليکنې