له ارشیف څخه. انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني
له ارشیف څخه. انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني

فرانسوي چارواکي وایي پرون پنجشنبه شپه د فرانسې دیپ ښار ته نږدې نوویل لې دیپ سیمه کې ۱۰ مهاجر نیول شوي دي. پولیسو ساحل ته نږدې یوه کښتۍ هم موندلې. بل لور ته پرون پنجشنبه د مارچ میاشتې ۴مه مانش کانال کې ۴۲ مهاجر ژغورل شوي دي.

تېره پنجشنبه شپه د فرانسې په نوویل لې دیپ سیمه کې لس مهاجر نیولي شوي چې په ډله کې یې ۸ ویتنامیان، یو عراقی او یو ایرانی شامل دي.

د دیپ ښار څارنوالۍ ویلي چې دې ښار ته د مهاجرو د یوې ډلې د رسېدو په اړه یې معلومات درلودل. دوی زیاته کړې ده: «موږ یې په لټه کې وو.»

سرچینې دا هم ویلي چې دغه کسان تر عدلي تعقیب لاندې نه دي خو دوی به یې اداري وضعیت څېړي.

په ورته مهال فرانسوي سرتېرو تېره شپه د بلویل سور مېر په ساحل کې یوه کښتۍ وموندله. ګزمه کونکو کښتۍ ته نږدې د تېلو بشکه او د هوا پمپ هم موندلی دی.

د دیپ څارنوالۍ دا خبره تایید کړې چې دغو کسانو غوښتل موندل شوې بېړۍ کې برتانیا ته ولاړ شي.

مانش کانال کې ۴۲ مهاجر ژغورل شوي

بل لور ته د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي پرون پنجشنبه د مارچ میاشتې ۴۲مه د دنکرک په ساحلي اوبو کې ۴۲ مهاجر ژغورل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ژغورل شویو په ډله کې درې ښځې او یو ماشوم هم دي. دوی د ورځې په یوه بجه کالې ښار ته انتقال شول.

چارواکو د مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه بللی دی او زیاته یې کړې ده چې دوی کالې ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

بیا ولولئ: مانش کانال: له سمندره د ژغورل شویو مهاجر برخلیک څه کېږي؟

له ګواښونو ډک سفرونه

د ۲۰۱۸ له پای راهیسې مانش کانال کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې غواړي برتانیا ته واوړي. خو دغه سمندري سفرونه له ګواښونو ډک وي. فرانسوي چارواکو پرون وویل تېره سه شنبه مانش کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د نسکورېدو له امله یو کم عمر لرونکی مهاجر لادرکه شوی دی.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه نږدې ۵۸۷ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

لږ مخکې د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فېلپ ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې فرانسوي ځواکونو برتانیا ته د ۷۰ سلنه مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړې چې دوی په جنورۍ میاشت کې داسې نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې یې د هغو مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې د منلو نه دي چې له امنو هیوادونو څخه یې برتانیا ته ځان رسولی دی.

 

نورې ليکنې