له ارشیف څخه. انځور: کډوال نیوز
له ارشیف څخه. انځور: کډوال نیوز

که تاسې د پاریس د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوئ، په دغو پتو کې وړیا خواړه ترلاسه کولی شئ.

دغه لیکنه د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې اپډېټ شوې ده.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې زیات شمېر سازمانونه او ټولنې پر مهاجرو خواړه وېشي. کډوال نیوز د خوړو د وېشلو ځایونو لېست جوړ کړی دی.

د پاریس ۳مه ناحیه:

  • شوربا (Chorba) له ارمې سلو (Armée du Salut) سازمان سره یو ځای پر مهاجرو سبا ناری وېشي. هره ورځ له ۹ نیمو تر ۱۱ نیمو بجو پورې (د ۲۰۲۱ د مارچ میاشتې تر ۳۱مې پورې).

ادرس: 3bis rue Papin. Métro : Réaumur-Sébastopol

  • کامیون دو کور (Camion du cœur) پر مهاجرو ګرمې خواړه وېشي. د دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. هره یکشنبه شپه له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: Place de la République. Métro : République

د پاریس ۴مه ناحیه:

  • شوربا سازمان هوټل دو ویل کې هره شپه له ۶ تر ۸ بجو پورې پر مهاجرو ګرمې خواړه وېشي.

پته: Place de l'Hôtel de Ville. Métro Hôtel de Ville

د پاریس ۷مه ناحیه:

  • کامیون دو کور پر مهاجرو ګرمې خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجور پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: rue Fabert. Métro Invalides 9

د پاریس ۹مه ناحیه:

  • کامیون دو کور پر مهاجرو ګرمه خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: Rue Joubert. Métro St Lazare

د پاریس ۱۰مه ناحیه:

  • ارمې دو سالو هره ورځ د سهار له ۶ نیمو تر ۱۰ نیمو پورې ګر دو لېست مخې ته پر مهاجرو سبا ناری وېشي (تر غذایي ګزمې مخکې).

غذایي ګزمه له ګر دو لست څخه پیل او ګر دو سن لزر کې پای ته رسېږي.

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: Gare de l’Est – entrée par l’avenue de Verdun. Métro Gare de l’Est

د پاریس ۱۱مه ناحیه:

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: 16-18 boulevard Richard Lenoir. Métro Breguet-Sabin ou Bastille

د پاریس ۱۲مه ناحیه

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: 42 cours de Vincennes. Métro Nation

د پاریس ۱۳مه ناحیه:

  • کامیون د کور هره پنجشنبه شپه له ۸ تر ۹ بجو پورې پر مهاجرو خواړه وېشي.

پته: Square Marie-Curie. Métro Saint-Marcel

د پاریس ۱۴مه ناحیه:

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: Place de l’Ile-de-Sein, boulevard Arago. Métro Denfert-Rochereau

د پاریس ۱۷مه ناحیه:

  • ارمې دو سلو هره ورځ په ۹ نیمو بجو پر مهاجرو سبا ناری وېشي.

پته: Rue André Bréchet, métro Porte de Saint-Ouen

د پاریس ۱۸مه ناحیه:

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: 189 rue d’Aubervilliers. RER ou tram Rosa Parks, métro Porte de la Chapelle ou Porte de la Villette.

  • د تبل اووېرت (Table ouverte) په نامه سازمان هره ورځ پر ۱۱ نیمو بجو او هره شپه په ۴ نیمو بجو پر مهاجرو ګرمې خواړه وېشي.

پته: 4 rue des Poissonniers, 18e. Métro : Château-Rouge / Barbès

د پاریس ۱۹مه ناحیه:

  • د ویلسون میګران کمیټه (Comité migrants Wilson) هره سه شنبه د شپې په ۷ نیمو بجو پر مهاجرو خواړه وېشي.

پته: Porte d’Aubervilliers, devant la station Gare des mines

  • شوربا د پنجشنبې پرته هره ورځ د شپې له ۶ تر ۸ بجو پورې پر مهاجرو ګرمې خواړه وېشي.

پته: 7-15 avenue de la Porte de la Villette. Métro Porte de la Villette

  • د لن اې لوتر سازمان (L’un est l’Autre) هره پنجشنبه شپه له ۷ نیمو تر ۹ نیمو، هره شنبه او یکشنبه د ورځې له ۱۱ نیمو تر یو نیم پورې پر مهاجرو خواړه وېشي.

پته: 7-15 avenue de la Porte de la Villette. Métro Porte de la Villette

  • کامیون دو کور پر مهاجرو خواړه وېشي: له دوشنبې تر شنبې د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې. یکشنبه د شپې له ۷ نیمو تر ۹ بجو پورې.

پته: 189 rue d’Aubervilliers. RER ou tram Rosa Parks, métro Porte de la Chapelle ou Porte de la Villette

د پاریس ۲۰مه ناحیه:

  • میدي دو مي (Midis du Mie) سازمان هره دوشنبه، پنجشنبه، جمعه، شنبه او یکشنبه د غرمې له خوا پر کم سنه او بې سرپرسته مهاجرو خواړه وېشي.

پته: Rue Pali Kao (dans le jardin). Métro Couronnes

 

نورې ليکنې