مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز

د فرانسې د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې اداره وایي تېره اونۍ یې د افغان قاچاق وړونکو هغه ډله له منځه وړلې ده چې په کوچنیو کښتیو کې به یې مهاجر د فرانسې د پا دو کالې سیمې څخه برتانیا ته انتقالول.

د فرانسې خبري اژانس د دغه هیواد د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر زاویې دلریو له قوله وایي چې دوی تېره اونۍ د افغان قاچاق وړونکو هغه ډله له منځه وړلې ده چې د مانش کانال له لارې به یې مهاجر برتانیا ته انتقالول.

نوموړي زیاته کړې چې د برتانیا او فرانسې ترمنځ د استخباراتي واحد د اطلاعاتو پر بنسټ دوی تېره سه شنبه د ایل دو فرانس په یولین سیمه کې ۱۰ کسان نیولي دي.

د دغو کسانو له ډلې ۹ تنه یې بند کې تر ۴ ورځو تېرولو وروسته تېره جمعه محکمې ته حاضر شول. د یوې قضایي سرچینې په حواله محکمې دغه کسان په دې تورن کړي چې [د مهاجرو] د «ناقانونه اوسېدو لپاره یې زمینه» برابره کړې او «جرمه ډله» یې جوړه کړې ده.

ویل کېږي چې د نیولو شویو له ډلې څلور تنه یې د انساني قاچاقو اصلي عاملان دي.

بیا ولولئ: فرانسه: دیپ ښار ته نږدې ۱۰ مهاجر نیول شوي، ۴۲ تنه نور مانش کانال کې ژغورل شوي

له هر یو مهاجر څخه یې ۲۵۰۰ تر ۳۰۰ یورو اخیستلې

یادې ډلې به پر انټرنت موټورونه او بېړۍ پېرلې او د مهاجرو تر قاچولو لږ مخکې به دغه وسایل د پا دو کالې او په ځانګړې توګه د ویمرو ساحل تر رېګونو لاندې پټول. د زاویې دلریو په خبره هره بېړۍ د ۱۰ تر ۱۵ کسانو د ځایېدو ظرفیت درلود او قاچاق وړونکو به له هر یو مهاجر څخه ۲۵۰۰ تر ۳۰۰ یورو پورې اخیستلې.

نوموړې زیاته کړې چې په تېرو څو میاشتو کې د مانش کانال له لارې په وړوکو کښتیو د مهاجرو انتقالولو کې زښت زیاتوالی راغلی و.

یادې ډلې پاریس او کالې کې فعالیت درلود. د زاویې دلریو په خبره دوی معمولاً افغانان، ایرانیان، عراقیان او ویتنامیان برتانیا ته انتقالول. د څېړنې له مخې دغې ډلې تر اوسه په ۶ کښتیو کې ۷۰ مهاجر انتقال کړي دي. خو پولیسو یې په مانش کانال کې ځینې بېړۍ نیولې دي. دغه کسان تېره سه شنبه له هغې وروسته ونیول شول چې دوی له پا دو کالې څخه د ایل دو فرانس یولین سیمې ته ورغلي وو. 


فرانسوي چارواکي وایي چې په ۲۰۲۰ کې مهاجرو ۹۵۰۰ ځله هڅې کړې چې په کوچنیو کښتیو له مانش کانال څخه تېر شي. 

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه نږدې ۵۸۷ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

تر دې دمخه د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فېلپ ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې فرانسوي ځواکونو برتانیا ته د ۷۰ سلنه مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړې وه چې دوی په جنورۍ میاشت کې داسې نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې یې د هغو مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې د منلو نه دي چې له امنو هیوادونو څخه یې برتانیا ته ځان رسولی دی.

 

نورې ليکنې