د ۲۰۲۱ د مارچ میاشتې ۵مه. کروشیایي پولیس د دغه هیواد مرکزي سیمې مودروس کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي. کرېدېټ: پېکچر الاینز، د کروشیا پولیس، اې پي
د ۲۰۲۱ د مارچ میاشتې ۵مه. کروشیایي پولیس د دغه هیواد مرکزي سیمې مودروس کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي. کرېدېټ: پېکچر الاینز، د کروشیا پولیس، اې پي

د کروشیا پولیس وایي تېره پنجشنبه د دغه هیواد په یوه مرکزي سیمه کې ماین چاودنې یو مهاجر وژلی او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي. دا ماین د ۱۹۹۰ کلونو جګړو څخه پاتې شوی و.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه تېره پنجشنبه له هغې وروسته رامنځ ته شوه چې د مهاجرو یوه ډله د بوسنیا پولې ته نږدې سابورسکو ځنګل کې داخله شوه چې لا هم ماینونه پکې پاتې دي. 

خبرپاڼه کې راغلي چې یو ځوان مهاجر پر یوه ماین وخوت چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. پېښه کې څو تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو لږ وروسته د چاودنې قربانیان وموندل. لس تنه نور چې تر پېښې وروسته له سیمې څخه تښتېدلي وو د تېرې جمعې په ورځ وموندل شول.

سابورسکو د بوسنیا بیهاچ سیمې ته نږدې موقعیت لري چې زرګونه مهاجر پکې ایسار پاتې دي. انځور: ګوګل ایمج
سابورسکو د بوسنیا بیهاچ سیمې ته نږدې موقعیت لري چې زرګونه مهاجر پکې ایسار پاتې دي. انځور: ګوګل ایمج

د پولیسو په حواله څلور ټپیان بستري شوي دي، خو د یو کس روغتیایي حالت نازک دی.

پولیسو د دغو مهاجرو هویت نه دی په ډاګه کړی خو اګولین سیمه کې یو روغتون ویلي چې دوه ټپیان پاکستانیان دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه د ۱۹۹۰ کلونو څخه پاتې شویو ماینونو ۲۰۰ کسان وژلي دي.

کروشیا چې د اروپایي ټولنې غړې ده بالکان مسیر کې پرته ده. ډېری افریقایي او اسیایي مهاجر له دغې لارې څخه د اروپا شمالي او لوېدېځو هیوادونو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.

دوی په معموله توګه له بوسنیا څخه کروشیا ته ور داخلېږي. سازمانونو وار وار د مهاجرو پر وړاندې د کروشیایي پولیسو پر تاوتریخجن چلن نیوکې کړې دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App