منیل املو توقیف خونه. انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز
منیل املو توقیف خونه. انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز

د پاریس د شمال ختیځ مو ښار یوې محکمې ۷ بهرنیان په زندان محکوم کړي دي. دغه کسان په دې تورن وو چې تېره جنوري میاشت یې منیلو املو توقیف خونه کې بغاوت کړی دی. همدارنګه دوه کسان اورلګېدنه کې د لاس لرلو په تور محکوم شوي دي.

د فرانسوي رسنیو په حواله د مو ښار محکمې تېره جمعه د مارچ ۶مه هغه ۷ بهرنیان په بند محکوم کړل چې د منیل املو په توقیف خونه کې یې بغاوت کړی و. یاد کسان پر ۱۶ میاشتو تنفیذي بند او ۱۲ میاشتو تعلیقي بند محکوم شوي دي.

بندي شويو کې دوه الجزایریان، دوه تونسیان، یو مصری، یو پاکستانی او یو کانګویی دي چې عمرونه یې ۱۸ تر ۳۴ کلونه دي.

منیل املو توقیف خونه د پاریس رواسي شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري او هغه بهرنیان پکې ساتل کېږي چې ټاکل شوې له فرانسې څخه اخراج شي.

دغه کسان د ۲۰۲۱ د جنورۍ پر ۲۰مه د شپې له خوا منیلو املو توقیف خونه کې له هغې وروسته بغاوت وکړ چې یوه شپه مخکې یې د خپل بند د مودې د غځېدلو په اړه اطلاع ترلاسه کړې وه.

بیا ولولئ: کډوال: فرانسه کې د بهرنیان د ازادیو د سلب ځایونه کوم دي؟

د یادو بهرنیان له ډلې ځینو یې د کورونا ټسټ له ورکولو څخه ډډه کړې وه، په داسې حال کې چې دغه ازموینه د اخراجېدونکو مهاجرو د اصلي هیوادونو له خوا جبري ګڼل کېږي.

«محکمه کوم سیاسي تریبیون نه ده»

د جنورۍ پر ۲۱مه ځینې بهرنیان چې درې میاشتې یې یاده توقیف خونه تېرې کړې وې د منیل املو حویلي کې راغونډه شول او د توقیف خونې دوو ودانیو ته یې اور واچاوه. ورپسې د دوی او د پولیسو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې پولیسو د بغاوت کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

که څه هم دغه پېښه کې چا ته زیان نه و رسېدلی، خو د اورلګېدنې له امله د منیل املو دوه ودانۍ ویجاړې شوې وې.

د محاکمې پر مهال ځینو مهاجرو چوپتیا اختیار کړی و، خو مدافع وکیل یې توقیف خونو کې د مهاجرو پر بندي کېدو نیوکه وکړه. د یوه مهاجر مدافع وکیل ادریان مامر محکمې ته وویل چې دغو کسانو غوښتل چې د «ناهیلۍ غږ» راپورته کړي. خو قاضي ورته وویل چې «محکمه کوم سیاسي تریبیون نه ده».

له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې زیات شمېر مهاجر د کورونا ویروس د ټسټ د نه ورکولو له امله فرانسوي زندانونو ته استول شوي دي. خو د بهرنیانو د حقونو مدافع وکیلان دا کار د بهرنیانو له اساسي حقونو سرغړونه بولي.

تر دې دمخه د مهاجرو او بهرنیانو د بشري حقونو مدافع بنسټونه وار وار توقیف خونو کې د بندیانو د ژوند پر سختو شرایطو نیوکې کړې دي. 

 

نورې ليکنې