د پا دو کالې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د کالې ښار په مرکز او بو - مارې ناحیه کې یې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع موده غځولې ده. دمګړۍ د لا وي اکتیو په نامه د دولت له خوا په رسمیت پېژندلی سازمان صلاحیت لري چې کالې کې پر مهاجرو خواړه ووېشي.
د پا دو کالې قومندانۍ پرون دوشنبه د فبرورۍ ۸مه پرېکړه وکړه چې د کالې ښار په مرکز او بو-مارې ناحیه کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع موده وِغځول شي. ټاکل شوې چې دغه فرمان د اپریل میاشتې تر ۶مه مودې پورې نافذ وي.
یاده قومنداني وایي چې دغه سیمه کې یې د کورونا ویروس د لوړې کچې له امله دا تصمیم نیولی دی او موخه یې دا ده چې د مهاجرو د راغونډېدو مخه ونیسي.
د کالې قومندان لوي لو فران په حواله په تېرو څو اونیو کې یاده سیمه کې د کووید-۱۹ پېښې زیاتې شوې دي. د مارچ له ۶مې راهیسې کالې ښار د اونۍ په پای کې تر قرنطین لاندې دی او د شپې له ۶ د سهار تر ۶ بجو پورې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
هره ورځ نږدې زرو کسانو ته خواړه ورکول کېږي
یاده قومنداني زیاتوي چې د بندیزونو سربېره د دولت له خوا په رسمیت پېژندل شوی سازمان له وي اکتیو پر مهاجرو خواړه وېشي. دغه سازمان بیا وایي چې د فبرورۍ له پیل راهیسې یې هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ کسانو ته د سیارو ګزمو پر مهال خواړه ورکړې.
خو کالې کې د بشري حقونو مدافع بنسټونه دا کار ناکافي بولي. له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې دوی هڅه کوي په هغو سیمو کې پر مهاجرو خواړه ووېشي چې د قومندانۍ د دغه فرمان لاندې نه راځي.
د سلام سازمان غړې کلېر مایو کډوال نیوز ته وایي: «له لومړۍ ورځ راهیسې مو جریمې ترلاسه کړې. نو ځکه ډېر احتیاط کوو. خو له نیکه مرغه چې د خوړو د وېشلو د منع نوی فرمان د پخواني فرمان په شان دی. قومندانۍ پر نورو ځایونو بند نه دی لګولی. موږ به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوو او پر مهاجرو به خواړه وېشو.»
د سلام سازمان رضاکاره یولېن برنارد وایي چې دوی هره ورځ د کالې په «بي ام اېکس، مارک، ویروال او اوشان چوکونو کې» پر مهاجرو خواړه وېشي.
دوی غواړي چې «رضاکاران وځوروي»
د یوتوپیا ۵۶ غړی پییر روک کډوال نیوز ته وایي: «د دغه سیاست موخه دا ده چې رضاکاران وځوروي.» په وینا یې دوی تر اوسه تر ۷۰ ډېرې جریمې ترلاسه کړې ځکه چې د یوتوپیا ۵۶ رضاکاران د تګ راتګ بندیز پر مهال له مهاجرو سره دي.
هغه زیاتوي: «پولیسو ته د کورنیو چارو وزارت هغه متحدالمال ورښیو چې پکې لیکل شوي رضاکاران کولی شي د بندیز پر مهال خپل کار ته ادامه ورکړي، خو پولیس دغه متحدالمال ته توجه نه کوي.»
یوتوپیا ۶۵ په پام کې لري چې د دغو جریمو پر وړاندې محکمې ته شکایت وکړي. د یاد سازمان رضاکاران هره شپه د مهاجرو په کمپونو کې پر مهاجرو خواړه او ګرمې نوشابې وېشي. د پییر په خبره: «دا یو اساسي کار دی ځکه چې دغه کسان لږ مخکې کالې ته رسېدلي دي. موږ ورسره غږېږو او هڅه کوو چې ورسره مرسته وکړو.»
په تېرو څو اونیو کې تر لسو ډېرو سازمانونو لومړی د لیل ښار اداري محکمې او ورپسې د دولت شورا ته د کالې قومندانۍ د دغه فرمان پر وړاندې شکایت کړی دی. خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د پییر روک په حواله دمګړۍ نږدې ۸۵۰ مهاجر کالې کې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.
کډوال نیوز هڅه وکړه چې د کالې له قومندانۍ سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.