له ارشیف څخه. د ۲۰۲۰ د سپټمبر میاشتې پر ۹مه لېسبوس کمپ کې اورلګېدنه. انځور: رویترز، الکیس کونستانتینیدیس
له ارشیف څخه. د ۲۰۲۰ د سپټمبر میاشتې پر ۹مه لېسبوس کمپ کې اورلګېدنه. انځور: رویترز، الکیس کونستانتینیدیس

د یونان د اوروژنې اداره وایي چې د دغه هیواد د شمالي تسالونیک ښار په یوه متروکه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۳ مهاجر وژل شوي دي.

د یونان د اوروژنې ادارې له مخې د یونان تسالونیک ښار په یوه متروکه ودانۍ کې اورلګېدنې ۳ مهاجر وژلي دي.

دغه درې مهاجر، چې ویل کېږي الجزایریان دي، د تشې ودانۍ په درېمه پوړ کې اوسېدل. د اوروژونکو په خبره داسې ګومان کېږي چې دوی د دود د تنفس کولو له کبله مړ شوي وي. یو څلورم کس چې ویل کېږي مراکشی دی ژوندی پاتې دی.

اوروژونکو زیاته کړې چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم. خو چارواکو بیا ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

هر کال په زرګونو مهاجر او پناه غوښتونکي له ترکیې څخه یونان ته رسېږي. ځینې کسان دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کوي خو زرګونه نور بیا هڅه کوي چې د قاچاق وړونکو په مرسته نورو اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

ګڼ شمېر کسان په تشو او متروکو ودانیو کې او یا د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې یونان کې د مهاجرو د ژوند پر سختو شرایطو وار وار نیوکې شوې دي. تېره سپټمبر میاشت د یونان موریا کمپ کې اورلګېدنې زرګونه کسان بې سرپناه کړل.

 

نورې ليکنې