اورلګېدنې تېره سپټمبر میاشت موریا کمپ ویجاړه کړه. انځور: رویترز
اورلګېدنې تېره سپټمبر میاشت موریا کمپ ویجاړه کړه. انځور: رویترز

د یونان د لېسبوس ټاپو یوې محکمې دوه افغان مهاجر موریا کمپ ته د اور اچونې په تړاو په ۵ کلونه تنفیذي بند محکوم کړل. تېره سپټمبر میاشت د اروپا د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوه.

د فرانسې خبري اژانس د یونان د یوې قضایي سرچینې له قوله وایي چې د دغه هیواد د متیلین ښار یوې محکمې دوه افغان مهاجر موریا کمپ ته د اور اچونې په تړاو په ۵ کلونو تنفیذي بند محکوم کړي دي. تېره سپټمبر میاشت لېسبوس ټاپو کې پروت موریا کمپ د اورلګېدنه له امله ویجاړ شو.

سرچینې زیاته کړې چې دغو افغانانو، چې د اورلګېدنې پر مهال یې عمرونه ۱۷ کلونه وو، د استیناف غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې چې دوی د اټن په ۴۵ کیلومترۍ کې د کم عمر لرونکو کسانو زندان اولونا ته انتقال شي.

د ۲۰۲۰ د سپټمبر پر ۸ او۹مه اورلګېدنې د اروپا تر ټولو لوی مهاجر کمپ موریا ویجاړه کړه چې له امله یې نږدې ۱۳۰۰۰ کسان بې سرپناه شول.

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ کې اورلګېدنه: «موریا ورانه شوې»

ډېری وختونه، او په ځانګړې توګه د مني او ژمي په موسم کې، د یونان په کمپونو او متروکو ودانیو کې اورلګېدنه رامنځ ته کېږي.

د ځایي رسنیو په حواله نن چهارشنبه د سهار له خوا د تسالونیک ښار په یوه متروکه ودانۍ کې د ۳ الجزایریانو مړي وموندل شول چې ویل کېږي د دود د تنفس کولو له امله وژل شوي دي. داسې ګومان کېږي چې دوی ښایي د ځان د ګرمولو لپاره اور بل کړی وي.

د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته د یونان حکومت لېسبوس ټاپو کې یو لنډمهاله کمپ جوړ کړ چې نږدې ۱۳۰۰۰ کسانو ته پکې ځای ورکړل شو. خو دغه کمپ کې مهاجر لا هم لا زیاتو ستونزو لکه د اوبو او برښنا له نشتوالي سره مخ دي.

تر دې دمخه یوناني چارواکو ویلي وو موریا کمپ کې د اورلګېدنې په تړاو یې ۶ افغانان نیولي چې دوه تنه یې د تېرې سه شنبې په شپه په ۵ کلونو بند محکوم شول او ۴ نور یې لا هم په بند کې دي.

بیا ولولئ: په موریا کمپ کې په اوراچونې تورن ۴ افغانان محکمې ته وړاندې کېږي

په ورته مهال لېسبوس کې د قضایي چارو مرکز وایي چې دغه کسان «بې سرپرسته او کم عمر لرونکي مهاجر» دي او پر وړاندې یې «د اعتماد وړ شواهد» نه دي موجود.

 

نورې ليکنې