له ارشیف څخه. افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه. افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز

د ځایي رسنیو په حواله پرون چهارشنبه د مارچ میاشتې ۱۰مه د ترکیې امنیتي ځواکونو دغه هیواد کې ۵۳ بې سنده مهاجر نیولي دي چې ۵۱ تنه یې افغانان او ۲ تنه نور یې پاکستانیان دي.

د ترکیې خبري اژانس انادولو وایي د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د انقرې په ګلباسي، کېسیوېن، التینداګ ناحیو او د ښار د سرویسونو په مرکزي اډه کې د څلورو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ ناقانونه مهاجر نیولي دي.

بیا ولولئ: روان کال کې له ۱۱۳۰۰ ډېر کډوال په ترکیه کې نیول شوي

یوې سرچینې انادولو ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې نیول شوي کسان به ډېر ژر له ترکیې څخه اخراج شي.

د یو بل خبر له مخې ترکي سرتېرو د عثمانیې ولایت په باچې سیمه کې یوه سرویس کې لږترلږه ۵ بې سنده مهاجر نیولي دي. انادولو د یوې بلې سرچینې له قوله ویلي چې دغه کسان په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوتلي وو.

نیول شوي مهاجر د ترکیې د مهاجرت ولایتي ادارو ته انتقال شوي دي.

بیا ولولئ: د کرونا او ناامنیو سربېره له ترکیې څخه د افغان کډوالو د استولو لړۍ دوام لري

ترکیه د ۳،۶ میلیونه سوریايي کډوالو په لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو د لویې کچې کډوالو کوربه هیواد بلل کیږي. د افغان کډوالو په ګډون ډیرۍ مهاجر اروپا ته د اووښتو لپاره ترکیه د یوترانزیت هیواد په توګه کاروي.

 

نورې ليکنې