له مونشن څخه د اخراج پرواز ـ آرشيف انځور (picture-alliance/dpa/M. Balk)
له مونشن څخه د اخراج پرواز ـ آرشيف انځور (picture-alliance/dpa/M. Balk)

د آلمان د نيدرزاکسن په ايالت کي د مهاجرو د ملاتړ شورا و افغانستان ته پر اخراجونو سختي نيوکي کړي دي. د چهارشنبې په سهار د اخراج سوو افغانانو بله ډله کابل ته ورسېدله.

د سه شنبې (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۹مه) د شپې ناوخته له آلمان څخه ۲۶ رد سوي مهاجر افغانستان ته اخراج سول. هغوی د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسېدل. دغه مهاجر د آلمان به بيلو برخو څخه راټول سوي ول او په ډليزه توګه افغانستان ته اخراج سول. دا ۳۷ مه د افغان مهاجرو ډله ده چي له آلمان څخه و افغانستان ته اخراجيږي. 

د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخي ياد شمير افغانان د آلمان د هانوور له لانګنهاګن هوايي ډګر څخه په الوتکه کي د کابل پر لور واستول سول. دا لومړی ځل ؤ چي د هانوور هوايي ډګر و افغانستان ته د مهاجرو د اخراج له پاره وکارول سو.

د آلمان د نيدر زاکسن په ايالت کي فعالې د مهاجرو د ملاتړ شورا پر دغو اخراجونو سختي نيوکي کړي دي. له دغه شورا څخه زيباستيان روزه ويلي دي: «د آلمان حکومت او ړوند اطاعت کوونکي فدرالي ايالتونه و افغانستان ته د اخراجونو لړۍ جاري ساتي، د شپې په منځ او له انسانانو له خالي هوايي ډګر څخه» د روزه په وينا افغانستان د نړۍ له خطرناک ترينو هيوادونو څخه يو دی او له زياتو کالونو راهيسي هلته جګړه او ترهه اچونه ادامه لري.

روزه زياته کړې ده چي د مخکنيو اخراجونو په شان دا ځل هم د بعضو افغان مهاجرو د اخرج احکام په وروستيو دقيقو کي د محاکمو له خوا لغوه کړل سوي دي. هغه په دې ترڅ کي د يو همجنسباز سړي مثال ورکړی دی چي په وينا يې بايد د اخراج له پاره له بايرن ايالت څخه هانوور ته راوستل سوی وای. د شورا په وينا د پنجشنبې له پاره د افغانانو بل اخراج پلان سوی دی. د هغه په وينا دا ځل هم پکښي مدغم سوي افغانان شامل دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې