په آلمان کي بې سرپناه کسان ـ آرشيف انځور | Photo: picture-alliance
په آلمان کي بې سرپناه کسان ـ آرشيف انځور | Photo: picture-alliance

واکسين د کرونا پاندمي د پای ته رسېدو له پاره هيلي رامنځ ته کړي دي. خو دا د واکسين تر لاسه کولو حق نه لرونکو انسانانو تر منځ ناهيلۍ سته.

ماتياس څيمر د آلمان په اوفنبخ کي د کليسايي مرستندويه سازمان، مالتېزر له پاره کار کوونکی ډاکټر دی. هغه د خپل سازمان د خدماتو په ترڅ کي د مهاجرو طبي مراقبت کوي. نوموړی وايي چي دی غواړي چي هغوی انسانانو ته هم د بيلګي په توګه د اضافي پاته سوي آسترازېنيکا واکسين دوزونه ولګوي چي اسناد نه لري. خو د نوموړي په وينا هغه د دغه کار اجازه نه لري. دا ځکه چي هغه انسانان چي قانوني اسناد نه لري د واکسين په موضوع کي د هغوی برخليک نامعلوم دی. د څيمر په وينا له همدې کبله د انسانانو د دغې ډلې له پاره د کرونا ناروغي که ډېره جدي وي، لوی ګواښ ګرځېدلای سي.

د کاريتاس مرستندويه سازمان د آلمان څانګي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ د مارچ ۱۰مه) غوښتنه وکړه چي د کويد ۱۹ واکسين دي هغوی انسانانو ته هم ممکن کړل سي چي قانوني اسناد نه لري. دغه غوښتنه د «ژوند په ناقانونيت کي» کاتوليکي فوروم د کلنۍ غونډي پر وخت وسوه. د غوښتني له مخي د واکسين ترلاسه کولو له پاره نه بايد چي انسانان مجبور وي چي لومړی ځان د اقامې د چارواکو سره ثبت کړي. د دغې غوښتني ملاتړ په آلمان کي د اُسقفانو د شورا له خوا هم سوې ده. 

د څيمر په آند د ډاکټرانو هغه مکلفيت چي د واکسين ترلاسه کوونکو کسانو ټول معلومات بايد ثبت کړي، ستونزمن دی. د هغه په وينا دا د عامه ګټي خبره ده چي دا ډول بيوروکراسي وجود ونلري.

د واکسين په تړاو د آلمان د روغتيايي چارو د وزارت په امر يا اصولنامه کي راغلي چي يوازي هغه کس د واکسين ترلاسه کولو حق لري چي په آلمان کي د صحي بيمې لرونکی او د آلمان اوسېدونکی وي. له دغه څخه داسي څرګنديږي چي ګواکي هغه کسان چي په آلمان کي د اوسېدنې اسناد نه لري خو بيا هم په آلمان کي اوسيږي، هغوی نسي کولای چي واکسين ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۶ کال په يو تحقيق کي اټکل سوی ؤ چي په ۲۰۱۴ کال په آلمان کي د ناقانونه اوسېدونکو يا په اصطلاح د سند نه لرونکو کسانو شمير د ۱۸۰ او ۵۲۰ زرو تر منځ ؤ. د غير اصولي مهاجرت پر موضوع څېړنه کوونکې، ديتا فوګل وايي چي په ياد تحقيق کي يې ونډه درلوده وايي چي د اسناد نه لرونکو کسانو شمير داسي کم نه دی چي له پام څخه غورځول کيدلای سي.

انسانان څنګه د سند له لرلو په حالت کي واقع کيږي؟ د مرستندويانو په وینا د دې له پاره بېل لاملونه کيدلای سي. د بېلګي په توګه يو کس په داسي وخت په آلمان کي اوسيږي چي د مديترانې له لاري اروپا ته راغلی او هلته په يو بل اروپايي هيواد ثبت دی او بايد بېرته هلته ولاړ سي. نو له دې کبله هغه په آلمان کي ځان پټ کړی وي او د بېرته لېږد له ويري ځان نه ثبتوي. يا کيدای سي چي داسي يو کس د کليسا په پناه کي ژوند کوي. بعضي هغه کسان هم بې سنده کيږي چي د سيلانيتوب په ويزه آلمان ته راغلي وي خو د ويزې د پای ته رسېدو وروسته بيا هم دلته پاته وي. په دغه ډله کي هغه کسان هم راتللای سي چي په آلمان کي يې د پناه غوښتنه په حتمي توګه رده سوې وي او له آلمان څخه په وتلو مکلف وي خو بيا هم په آلمان کي پټ ژوند تېروي. د کارپوهانو په آند د اسناد نه لرونکو انسانانو په ډله کي يوازي ځوانان نه دي شامل بلکه ماشومان او کورنۍ هم موجودي اوسېدلای سي.

د آلمان حکومت د دې پوښتني دقيق جواب نه دی ورکړی چي په آلمان کي رسمي د اوسېدو ځای نه لرونکي کسان به څنګه واکسين کيږي. د آلمان د روغتيايي چارو وزارت ويلي دي: «د اشخاصو دغه ډله د خپل عادي پاته کېدو د ځای له کبله کيدای سي چي د واکسين مستحق وي.» خو دا هغه کسان چي داسي سند ولري چي ورباندي د دوی د انځور تر څنګ د دوی هويت هم څرګند وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې