د فرانسې په کالې ښار کې د پولیسو د نظارت ادارې د یوه اریتریایي کډوال تر شکایت وروسته د سي ار اس سرتېرو پر وړاندې دوسیه پرانیستلې ده. دغه ۴۵ کلن سړي ویلي چې تېره نومبر میاشت پولیسو د ده پر ضد رابرۍ مرمۍ کارولې ده چې له امله یې سخت ټپی شوی.
د بولونی سور مېر څارنوالۍ پرون چهارشنبه د مارچ میاشتې ۱۱مه وویل چې د پولیسو د نظارت ادارې د یوه ۴۵ کلن اریتریایي کډوال تر شکایت وروسته د سي ار اس سرتېرو پر وړاندې دوسیه پرانیستې ده. دغه مهاجر تېره نومبر میاشت د سي ار اس د کالې په یو مهاجر کمپ کې ټپی شوی و.
د نوموړي مدافع وکیل اتین نویل ویلي په پام کې لري چې د روانې اونۍ تر پایه پورې د لیل ښار محکمه کې هم شکایت ثبت کړي او د قضیې د څېړلو لپاره د یو عدلي ډاکټر او د وسلو د ماهر د ټاکلو غوښتنه وکړي.
بیا ولولئ: کالې: د پولیسو قومندانۍ پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع موده غځولې
څارنوالۍ زیاته کړې چې دغه شکایت لیک د جنورۍ پر ۲۵مه درج شوی او د فبرورۍ پر ۱۸مه د پولیسو د نظارت ادارې ته استول شوی دی.
پېښه تېر میلادي کال رامنځ ته شوه. د نومبر پر ۱۱مه پولیسو د کالې په یو کمپ کې د مهاجرو د یوې ډلې پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز او ربړینې مرمۍ وکارولې.
د کالې قومنداني بیا وایي چې د نومبر پر ۱۱مه پولیسو غوښتل له یوه ټپي شوي مهاجر سره مرسته وکړي چې ځینو کسانو د ډبرو ګوازونه پرې وکړل. پولیسو بیا د «نظم د تامینولو» لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او ربړینې مرمۍ وکارولې.
د اتیل نویل په خبره ټپي شوي مهاجر شوک لیدلی و او د غاښو او سترګو په ناحیو کې یې ټپونه لیدل کېدل. دغه مهاجر اوس په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې او د کالې په یوه استوګنځي کې اوسېږي.