د فرانسې ژورا سیمې په لویه لارې کې پنځه تنه افغانان موندل شوي. انځور: ګوګل نقشه
د فرانسې ژورا سیمې په لویه لارې کې پنځه تنه افغانان موندل شوي. انځور: ګوګل نقشه

د فرانسې په ختیځ ژورا په نوم سیمه کې د جمعې په ورځ پنځه تنه افغان کډوال د پولیسو لخوا په یوه بار وړونکي لارۍ کې و موندل شول. چارواکي وايي چې په دغو پنځو تنو کې یو کم عمره کډوال هم شامل دی.

د یادې سیمې د ګمرک مسولین رسنیو ته ویلي چې دغه کډوال د فرانسې په ختیځ آرل ښار د موټرو په A39 لویه لار کې وروسته له هغه د پولیسو لخوا و نیول شول چې د لارۍ چلوونکي په خپل موټر کې د غږ له اوریدلو وروسته په دې اړه پولیسو ته خبر ورکړ.

د چارواکو په وینا د روغتیايي ستونزو له امله موندل شوي کسان اوس په روغتون کې بستري دي.

نور ولولئ: فرانسه: لس مهاجر د یوې لارۍ په ټانکر کې موندل شوي دي

د سیمې یو تن څارنوال ویلي نښې نښانې ښيي چې یاد کډوال له رومانيي څخه راغلي او د غرب لوري ته په حرکت کې ول.

د نیول شويو کسانو دوسیه د سیمې په پروفکتور کې تر څیړنې لاندې ده. دغه کډوال چارواکو ته ویلي چې د افغانستان اوسیدونکي دي.

 

نورې ليکنې