اباسین نثار،35 کلن افغانی الاصله هالنډی چې اوسمهال د هالنډ د کورنیو چارو وزیر مشاور او د ولایتي شورا غړی دی د دغه هیواد د کارګر ګوند لخوا پارلماني ټاکنو ته کاندید شوی.
اباسین له 9 کلنۍ راهیسې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په هالنډ کې ژوند کوي. نوموړی د هالنډ په لیدن ښار کې د سیاسي علومو او فارسي ژبې د ادبیاتو په برخه کې خپلې زده کړې پای ته رسولي.
له توکمپالنې سره مبارزه، د کارګر د عایدو ډیرول، د کاري زمینو برابرول او په اقتصادي سیستم کې د اصلاحاتو رامنځ ته کول د نوموړي له مهمو پروګرامونو څخه دي.
اباسین مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« په هالنډ کې د بهرنیو وګړو ستونزې زیاتې دي او د توکمپالنې ستونزه موجوده ده. له دغې ستونزې سره د مبارزې په موخه مې سیاست ته مخه کړه او ځان مې پارلمان ته کاندید کړ.»
دغه پخوانی افغان کډوال له دریو کلونو راهیسې د هالنډ د کورنیو چارو وزیر مشاوراو د کارګر ګونډ لخوا د لیدن په ښار کې د ولایتي شورا برحاله غړی هم دی، هالنډ ته له رسیدو وروسته یوکال يي د دغه هیواد په امستردام ښار کې له نورو افغانانو سره یوځای د کډوالو په یو کمپ کې شپې سبا کولې.
د هالنډ پارلماني ټاکنې چې د راتلونکي چهار شنبې په ورځ د می په 17 جوړیږي د کارګر ګوند د 55 نوماندانو په لیست کې اباسین 28 ځای خپل کړی. نوموړی وايي چې له یوې اوږدې او پیچلې پروسې وروسته په دې بریالی شوی چې د کارګر ګوند د کاندیدانو لست ته لار پیدا کړي.
اباسین له خپلو زده کړو وروسته د یوې مودې لپاره افغانستان ته ځي او په کابل او بدخشان ولایتونو کې د آغاخان له بنسټ سره دنده ترسره کوي.
هغه د افغانستان د ناامنیو په اړه اندیښمن دی او وايي که شرایط برابر شي نو غواړي بیرته افغانستان ته وګرځي.
اباسین د افغانستان په سختو شرایطو کې د ځوانانو هڅې ستايي او وايي:« له سختو ستونزو او ناامنیو سره بیا هم افغان ځوانان د خپل هیواد د بیا رغونې لپاره زیار باسي چې د دوې دغه هڅې د ستایلو وړ دي.»
اباسین یوازینی بهرني الاصله کاندید نه دی چې پارلمان ته کاندید شوی بلکه دوه نور پخواني کډوال هم د هالنډ راتلونکي پارلماني ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي.
نوموړی هیله مند دی چې په ټاکنو کې به بریالی شي. هغه په هالنډ کې له میشتو افغانانو او د کارګر ګوند له پلویانو غواړي چې په ټاکنو کې يي ملاتړ وکړي.