د پاریس د پولیسو قومندانۍ مخې ته د خلکو اعتراض. انځور:د @adrien_crc ټویټر
د پاریس د پولیسو قومندانۍ مخې ته د خلکو اعتراض. انځور:د @adrien_crc ټویټر

لسګونه بې اسناده کډوال د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۲ مه، د پاریس د پولیسو قومندانۍ دفتر مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول. دغه اعتراض کوونکي وايي چې په یاده اداره کې د استوګنې جواز د لاسته راوړلو لپاره د ملاقات وخت اخیستل ورته ستونزمن شوی.

په تیرو دریو میاشتو کې دا دریم ځل دی چې یو شمیر کډوال د پاریس د پولیسو قومندانۍ مخې ته اعتراض کوي.اعتراض کوونکي د « د ټولو نارینه او ښځینه لپاره د ملاقات وخت» تر سرلیک لاندې شعارونه له ځان سره لیږدول.

د اعتراض کوونکو له ډلې ۲۸ کلن الجزایرۍ مور سارا د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، ۴ کاله کیږي چې د پولیسو قومندانۍ په دفتر کې د استوګنې جواز لپاره د وخت اخیستلو په هڅه کې دی خو نه ده بریالۍ شوې.

سارا چې د پوهنتون زده کوونکې ده وايي:« ویل کیږي چې پخواني درخواستونه لا نه دي بررسي شوي. په دې معنی چې دوې هیڅ مونږ ته پام نه کوي. مونږ غواړو کار وکړو او د کور کرایه ورکړو.»

همدارنګه یو سنیګالي کډوال وویل چې د جنورۍ راهیسې د ملاقات وخت اخیستلو لپاره هڅه کوي خو بریالی شوی نه دی.

د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو هم د کډوالو له دغه اعتراض څخه ملاتړ کړی.

پاریس ته نږدې د سن-سن دونی سیمې د بشري حقونو سازمان مشر ژان میشل دلاربر وویل چې په ټوله فرانسه کې د کډوالو د ملاتړ ۸۰ سازمانونه محکمه کې په دې اړه خپلې غوښتنې ثبت کړې او د بې اسناده کډوالو وضعیت ته د رسیدو غوښتنه يي کړي. هغه وايي:« د محکمې لخوا زمونږ ۲۷ غوښتنې منل شوې.»

د انټرنټ له لارې د ملاقات اخیستلو په اړه نیوکې

د کډوالۍ ملاتړ سازمانونه همدارنګه د پولیسو قومندانۍ په دفترونو کې د انټرنټ له لارې د ملاقات اخیستلو په اړه نیوکه کړې. د سیماد له سازمان څخه کلمانس لرومیه وايي چې دغه سیستم:« د کډوالو او ادارو ترمنځ واټن ډیروي.»

نور ولولئ:د فرانسې د بشري حقونو مدافع وایي د پولیسو قومندانۍ باید مهاجرو ته د مرکې لپاره وخت برابر کړي

د فرانسې د پارلمان غړی الکسی کوربیر وايي:« یو شمیر کډوال د وخت اخیستلو لپاره په تور بازار کې سلګونه یورو مصرفوي.»

هغه وویل، ټاکل شوې چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د دغه انټرنیټي سیستم پر وړاندې د « وال دو مارن» او « سن سن دونی» دوو سیمو په محکمو کې د تجدید نظر غوښتنه ثبت شي.

د فبروری میاشت کې د فرانسې د روان ښار محکمې د ملاقات اخیستلو انټرنیټي سیستم غیر قانوني و بلله.

 

نورې ليکنې